د چین کوردننه/ د سیلانیانو تګ راتګ /ګړندۍ وده کړې
ایډي: 8387578
نېټه: د جولای 26، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او دوویشت ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 26-07-2024 08:25
وروستی سمون: 26-07-2024 09:42
ویډيويي صحنې
شمال لوېديځ چين – وروستی (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د هوایي ډګر د وتلو په تالار کې ګڼ مسافر
۲ـ الوتکې
شمال ختیځ چین – وروستی (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۳ـ د اورګاډي په سټیشن کې ګڼ شمېر مسافرین، اورګاډي
ختیځ چین – وروستی (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۴ـ په هوایي ډګر کې ګڼ مسافر، کارمندان
۵ـ الوتکه په هوا کې
بشپړ خبر
د چين د کلتور او ګرځندوی وزارت د يوې ترسره شوې سروې له مخې چې د جمعې په ورځ خپره شوه پکې ویل شوي، چې چین د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ نيمايي کې د کورنيو سيلانيزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. په دې موده کې ۲.۷۲۵ میلیارده کسانو سیلانیز سفرونه کړي چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله یې ۱۴.۳سلنه زیاتوالی موندلی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د همدې مودې په ترڅ کې د کورنيو سيلانيزو چارو لګښت ۲.۷۳ تريليون يوان (چې نږدې ۳۷۶.۴۵ میلياردو امريکايي ډالرو) ته رسېدلی چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۹ سلنه زیاتوالی په ډاګه کوي.
دغه راز د چین کلیوالو اوسېدونکو د خپلو سفرونو په ترڅ کې ۴۲۰ میلیارد یوان (چې شاوخوا ۵۷.۹۴ ميلیارد امریکایي ډالر کېږي) مصرف کړي، چې د تېر کال په پرتله ۳۲.۶ سلنې زیاتوالی ښيي.