چین-پاریس اولمپیک/ژوندۍ خپرونه/سینما
ایډي: 8386973
نېټه: د جولای 16/22، 2024
ځای: فرانسه چین
موده: یوه دقیقه او یولس ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 22-07-2024 05:44
وروستی سمون: 22-07-2024 05:48
ویډيويي صحنې
چین بېجینګ – د جولای 22، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱-په سینما کې د ۲۰۲۴ کال اولمپیک سیالیو د چین میډيا ګروپ د پرلیکه جریان پروګرام انځور
۲ـ د پیل مراسم
۳ـ مطبوعاتي خبرتیا، ګډون کوونکي
بشپړ خبر
د چین میډیا ګروپ (CMG) د دوشنبې په ورځ د هېواد په سینماګانو کې د ۲۰۲۴ اولمپیک سیالیو په ژوندۍ بڼه د خپرېدو لپاره یو پروګرام پیل کړ.
د دې اقدام موخه دا ده چې چينايي لیدونکو ته فرصت برابر کړي چې د لوبو او همدارنګه په لويه پرده د پرانيستې او پای ته رسولو مراسمو څخه خوند واخلي.
د جولای د میاشتې له ۲۷ نېټې څخه به په ټول هېواد کې له ۸۰۰ څخه ډېرې سینماګانې په دې پروګرام کې فعالې وي، او د اولمپیک لوبو جریان به په ټول هېواد کې لیدونکو ته وړاندې کړي.
د ویلو وړ ده چې دغه پروګرام لا دمخه د ټکټونو پلور پیل کړی دی. لیدونکي اوس کولی شي چې د ځانګړو مراسمو او سپورتي خبرونو او پېښو لپاره ټکټونه واخلي.
د پاریس د اولمپیک لوبو په جریان کې به برخه اخیستونکي سینماګانې د لوبو د ترسره کولو لپاره خپل کاري ساعتونه وغځوي دغه راز به دوی د سپورټ مینه والو او د فلم لیدونکو د راجلبولو لپاره هڅونې ته وده ورکړي او دوی به وهڅوي چې د چینایي ورزشکارانو ملاتړ وکړي.