چهارشنبه, مې 6, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

جو بایډن له ولسمشریزې نوماندۍ د وتلو نیت اعلانوي او د خپلې مرستیالې ملاتړ کوي

STR NEWS by STR NEWS
جولای 22, 2024
3 0
0
جو بایډن له ولسمشریزې نوماندۍ د وتلو نیت اعلانوي او د خپلې مرستیالې ملاتړ کوي
5
SHARES
20
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8386865.webm

د متحده ایالات – بایډن / ولسمشر

ای‌ډي : 8386865

نېټه: د جولای 22/21، 2024

ځای: متحده ایالات- چین

موده: یوه دقیقه او پنځلس ثانیې

سرچینه: (CCTV)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 22-07-2024 17:12

وروستی سمون: 2024-07-22 17:50

ویډيويي صحنې

چین بېجینګ – د جولای 22، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۱- انځور د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن څرګندونې ښیي چې د ولسمشرۍ له سیالۍ څخه د وتلو اراده اعلانوي

۲ـ انځورونه د متحده ایالاتو مرستیاله ولسمشره کماله هاریس څرګندونې ښیي

متحده ایالات واشنګټن ډي سي – د مارچ 14، 2020 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۳ـ د پلازمېنې بېلابېلې ودانۍ، د متحده ایالاتو ملي بیرغ

بشپړ خبر

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ له سیالۍ څخه د وتلو نیت لري، وروسته له دې چې یو زیات شمېر ډیموکراتانو د تېرې میاشتې په وروستیو کې د یوه متنازع بحث وروسته د هغه د انتخاب د وړتیا په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

بایډن په یوه بیان کې چې په اېکس پاڼه خپور شو وویل:

“که څه هم زما اراده د بیا ټاکنو لپاره وه، زه باور لرم چې دا د ګوند او هېواد په ګټه ده چې زه له سیالۍ څخه وځم او د خپلې دورې پاتې موده کې یوازې خپلې دندې ته پاملرنه وکړم.”

هغه یادونه وکړه چې په دې اونۍ کې به د خپلې پرېکړې په اړه له هېوادوالو سره په تفصیل لا نورې خبرې وکړي.

بایډن په بل پوسټ کې وویل چې غواړي خپل بشپړ ملاتړ او تایید خپلې مرستیالې کماله هارس ته د ډیموکراتیک ګوند د نوماند په توګه وړاندې کړي.

ده زیاته کړه: “ډیموکراتانو – دا وخت دی چې یوځای شو او ټرمپ ته ماتې ورکړو. راځئ چې دا چاره وکړو.”

اغلې هارس د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د ولسمشر تایید ترلاسه کول د هغې لپاره ویاړ دی او د هغې اراده دا ده چې نومانده شي ا ټاکنې وګټي. هغې وویل چې د ډیموکراتیک ګوند د یو موټي کولو لپاره به خپل ټول وس وکاروي څو ډونالډ ټرمپ او د هغه د “۲۰۲۵افراطي پروژې ” ته ماتې ورکړي.

د بایډن د دې اعلان او پرېکړې په اړه د څو اونیو اټکل یقیني شو، ځکه داسې راپورونه و چې مخکښو ډیموکراتانو  لکه پخواني ولسمشر باراک اوباما، د ولسي جرګې مخکنۍ مشرې نانسي پلوسي، او د سنا اکثریتو مشر چک شومر، هغه ته د ګوښه کېدو غوښتنه کړې وه.

یو برحال ولسمشر او احتمالي نوماند په دې وروستیو کې له سیالۍ څخه هېڅکله نه دی په شا شوی. د بایډن پرېکړه د هغه د کمپاین د بحران جديت په ګوته کوي چې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د بحث وروسته ورسره مخ شو، چا چې د پنجشنبې په ورځ د جمهوريپالو نوماندي رسماً ومنله.

د بایډن له اعلان وروسته، ټرمپ په یوه پوسټ کې وویل چې بایډن “له پیله د خدمت وړ نه و.”

د ریل کلییر پالیتیکس د تازه نظر پوښتنو په اساس، ټرمپ په ټولو مهمو مبارزاتي ایالتونو کې د بایډن په وړاندې مخکښ دی، لکه د مهمو سوینګ ایالتونو ویسکانسن، مشیګان او پنسلوانیا په شمول.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

افغانستان او ایران د اقتصادي او زیربنایي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي
وروستی خبرونه

افغانستان او ایران د اقتصادي او زیربنایي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

مې 6, 2026
تېر کال په هېواد کې؛ 15نوې تاریخي ابدې ثبت شوې دي
وروستی خبرونه

تېر کال په هېواد کې؛ 15نوې تاریخي ابدې ثبت شوې دي

مې 6, 2026
یونیسف: افغانستان کې مو ۲۳۲ دولتي ښوونځي بیارغولي
وروستی خبرونه

یونیسف: افغانستان کې مو ۲۳۲ دولتي ښوونځي بیارغولي

مې 6, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

پوهنه
په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

د ټولنې هنداره
د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

اقتصاد او سوداګري
د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved