چین – د اوبو محافظت / زېربنا
ایډي: 8386825
نېټه: د جولای 20، 2024/
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او شپږ ویشت ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 21-07-2024 06:27
وروستی سمون: 2024-07-21 06:31
ویډیويي صحنې
چین – دقیق ځای او نېټه نامعلومه ده (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د اوبو ساتنې د پروژو ویډیويي صحنې
۲ـ د پروژو ویډیويي صحنې
۳ـ د اوبو ساتنې د پروژو هوايي شاټونه تر کار لاندې دي
۴ـ ماشین په تونل کې د فعالیت پر مهال
۵ـ د سیند ویډیويي صحنې
۶ـ د کیندلو بېلابېلې صحنې
بشپړ خبر
د چين د رسمي شمېرو د راپور له مخې چې د شنبې په ورځ خپرې شوې پکې ویل شوي چې د روان کال له پيل راهيسې چين په ټول هېواد کې د اوبو د بنسټيزو تاسيساتو په جوړولو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. دا هڅې د اقتصادي ودې په ثبات او د کارموندنې په لوړولو کې مثبت رول لوبولی دی.
د اوبو د سرچینو وزارت له خوا د خپرو شويو معلوماتو له مخې، چې د جنورۍ څخه تر جون پورې، چين د اوبو په پروژو کې ٥٦٩ میليارده يوانه (شاوخوا ٧٨.٣ میليارده امريکايي ډالره) پانګونه کړې چې د تېر کال په پرتله ٩.٩ سلنه زياته ده دغو پروژو په ټوله کې څه باندې یو ټریلیون یوان (چې شاوخوا ۲۳۷.۶ میلیارده امریکایي ډالر کېږي) تر لاسه کړي، چې د تېر کال په پرتله ۲۹.۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
د اوبو ساتنې د پروژو جوړول تر اوسه پورې د ۱۲۳۰۵ میلیون کلیوالو کارګرانو د کارموندنې لامل شوي، چې د تېر کال په پرتله د ۱۹.۱۸ سلنې زیاتوالی په ګوته کوي.
د کال په لومړۍ نیمايي کې د اوبو د ۳۴ سترو پروژو د جوړولو چارې پیل شوې. په دې کې د شان شي ولايت په ژيړ سيند کې د ګوسيان د اوبو د بريښنا پروژه، د ژي جيانګ ولايت په کاو سيند کې د جينګ لينګ زېرمه او په هيبي ولايت کې د شياو چينګ سيند پروژه شامله ده.
د چین د مرکزي ټلویزیون سره په مرکه کې د اوبو د سرچینو وزارت څخه ژی ییبین په وینا، د روان کال له جنورۍ څخه تر جون پورې په ټول هېواد کې د اوبو ۳۸۰۰۰ نوې پروژې پیل شوې چې د تېر کال په پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښيي. په دې کې څه دپاسه ۷۸۰۰ پروژې شاملې دي چې د اضافي خزانې لخوا تمویل شوې چې د ټولو د جوړولو چارې پیل شوې دي.