د چین د پل ړنګېدل/ شانشي
ایډي: 8386704
نېټه: د جولای 20، 20224
ځای: چین شانشي
موده: یوه دقیقه او څوارلس ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-07-21 03:48
وروستی سمون: 2024-07-21 04:49
انګلیسي
ویډیویي صحنې
شمال لوېديځ چين د شان شي ولايت شانګلو ښار – د جولای 21، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ مطبوعاتي کنفرانس روان دی
۲ـ د ړنګ شوي پول ویډیويي صحنې
۳ـ په کښتۍ کې ژغورونکي
۴ـ د ویجاړ شوي پول ویډویي صحنې
۵ـ سقوط شوی موټر
۶.ـ ګڼ ژغورونکي
بشپړ خبر
سیمه ییزو چارواکو د شنبې په ورځ ویلي، چې د چین په شمال لوېدیځ شان شي ولایت کې د سختو بارانونو له کبله د لویې لارې د یوه پول د نړېدو په پېښه کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۳۱ نور لادرکه دي.
د چارواکو په وینا دغه پول چې د شانګلو ښار په ژاشوی سیمه کې موقعیت لري، د جمعې په ورځ ماسپښین ۸:۴۰ اته بجې او څلوېښتو دقیقو په شاوخوا کې د ناڅاپي بارانونو او سېلابونو له امله په جزوي توګه ونړېد.
لومړنیو څېړنو ښودلې چې ۱۷ موټر او ۸ لارۍ له پله لاندې د جنکیان سیند ته لوېدلې دي.
په ورته مهال کې د ګوند ولایتي کمېټې ویلي، چې د شنبې تر ماسپښین پورې د ژغورنې کارکوونکو اووه موټر موندلي دغه راز د ۱۲ کسانو مړي یې هم موندلي دي، چې یو کس یې ژغورل شوی دی.
د پولیسو او اور وژونکو په ګډون شاوخوا ۱۴۰۰ ژغورونکي، د ۳۰۰ څخه زیاتو درنو تجهیزاتو سره د لټون او ژغورنې ماموریت ترسره کولو لپاره یادې سیمې ته لېږل شوي.
د شان شي ولايت د بېړنيو حالاتو د ادارې مشر ګوو ژوګو وويل ، چې اوس زموږ په مخ کې تر ټولو لویه ننګونه د سیند قوي جریان دی، چې د ژغورونکو لپاره د ویجاړ شوي ځای ته رسېدل ستونزمن کوي. هغه زیاتوي چې موږ لس ټیمونه لرو چې هر یو یې د پنځه کیلومتره لټون عملیاتو لپاره مسؤل دی. موږ به د سیند تر ټولو ټیټې نقطې ته ټولې لارې وپلټو څو ډاډ ترلاسه کړو چې موږ ټول ورک شوي کسان موندلی شو.