چین- شي جین پینګ/د اوبو مدیریت
ایډي: 8386312
نېټه: وروستۍ
ځای: چین
موده: څلور دقیقې او اوه ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-07-19 01:35
وروستی سمون: 2024-07-19 01:44
بشپړ خبر
د چين ولسمشر شي جين پينګ د سيندونو او جهيلونو ايکولوژيکي ساتنې ته ډېره پاملرنه کړې او د اوبو د سرچينو د اغېزناک مديريت د پياوړتيا لپاره يې د همغږۍ ميکانيزم د جوړولو وړانديز کړی دی.
د فینه سیند چې ۷۱۶ کیلومتره اوږدوالی لري د ژیړ سیند د دوهم لوی ممد په توګه د شپږو ښارونو او لسګونو هېوادونو څخه تېرېږي او د ژیړ سیند سره یو ځای کېږي.
د فینه سیند چې د چین د شمال د شان شي ولایت د “مور سیند” په نوم هم یادېږي، د تای یوان ولایت په مرکز تای یوان ښار کې نهه سیندونه لري. چې اوس مهال د زیات استخراج، ایکولوژیکي زیان او نورو تاریخي دلیلونو له امله، سیند ډېر ککړ شوی دی.
د سيندونو د سيسټم له پلي کېدو اووه کاله وروسته، د سيند پر غاړه ايکولوژيکي چاپېريال کې ستر بدلونونه رامنځته شوي دي. اوس په دوبي کې ځايي اوسېدونکي کولای شي د تاي يوان په سيند کې د کښتۍ تګ راتګ د سياليو څخه خوند واخلي.
د کایاک لوبې یو ورزشکار ما یانان وايي، چې کله ما په ۲۰۱۴کال کې د اوبو په سیالیو کې برخه واخیسته، دا واقعاً سخته وه چې موږ دې فکر کړی وی چې موږ به یوه ورځ د فینه په سیند کې د ورزشي روزنه ترسره کړو.
د ٢٠١٤ کال د جنورۍ په ٢٢ نېټه په بېجينګ کې لومړۍ غونډه تر سره شوه. چې د مهمو ايکولوژيکي او محيطي مسايلو د حل لپاره، د ټوليزو اصلاحاتو د ژورولو لپاره مرکزي مخکښې ډلې پکې بحث وکړ او پرېکړه يې وکړه چې شپږ اړونده ځانګړي کاري ګروپونه به جوړ کړي، په شمول د اقتصادي نظام او د ايکولوژيکي تمدن د سيسټم د اصلاحاتو مسووليت.
له یادې غونډې يوه مياشت وروسته شي جين پينګ د مالي او اقتصادي چارو د مرکزي مشرې ډلې په پنځمه غونډه کې خبرداری ورکړ چې د چين د اوبو امنيت لا له وړاندې د پام وړ ستونزه ګرځېدلې، او د لوړ کچې اخطارونه ورکړل شوي او د هېواد زياتې سيمې د اوبو له سخت بحران سره مخامخ دي. او دغه راز د سیندونو او اوبو بحران د ژوند چاپېریال او ملي بقا ته لوی ګواښونه پېښ کړي.
له هغه وروسته په کال ۲۰۱۵ کې، د اوبو د ککړتیا د مخنیوي او کنټرول لپاره د عمل پلان جوړشو، او د چاپېریال ساتنې قانون اصلاحیه وشوه نسخه پلې شوې. خو د سيندونو او جهيلونو په مديريت کې ستونزې د اصلاحاتو په ترڅ کې په تدريجي ډول راڅرګندې شوې دي.
په شان شي ولایت کې، د فینه سیند له شپږو ښارونو او نږدې ۲۹ هېوادونو او څو ولسوالیو څخه تېرېږي او د سیند د حوزې په اوږدو کې د ملي او ولایتي انرژۍ په ځینو مهمو اډو وېشل کېږي. د سیندونو مدیریت یوه خورا پېچلې مسئله ده، او د فینه سیند د ښه مدیریت څرنګوالي په اړه شک د هېواد د سیندونو او د جهيلونو مدیریت او محافظت سره مخ پر وړاندې ستونزې څرګندوي.
له همدې امله د سیندونو او جهيلونو د ایکولوژي بیارغولو لپاره د مدیریت د سیسټمونو ښه کولو لپاره په وخت او هراړخیز نوښت او ښه پلان ته اړتیا ده.
د ٢٠١٦ کال په اکتوبر میاشت کې شي جين پينګ د عمومي اصلاحاتو د ژورتيا لپاره د مرکزي مخکښې ډلې د ۲۸مې غونډې مشري وکړه. په غونډه کې د سیند د سیسټم د بشپړ پلي کولو په اړه د پرېکړې تصویب شوې.
له هغه وروسته شي جين پينګ د ۲۰۱۶ کال د دسمبر میاشتې په ۳۱مه نېټه د ۲۰۱۷م نوي کال د وينا پر مهال وویل چې هر يو سيند به د مدیریت لپاره یو مشر ولري، چې دا د سيندونو د ښه مدیریت په برخه کې د اصلاحاتو د پيل یوه ښه نښه وه.
په ۲۰۱۷ کال کې د تاي يوان د چينګ سو ښار د دونګ لو کليوالو سیمو د کمېټې مشر شي يونګ ژو په ټول هېواد کې د ۹۰۰۰۰۰ سيندونو د مشر په توګه وټاکل شو.
شي یونگ ژو هغه مهال د خپلې وینا پر مهال وویل، چې په پیل کې موږ د زده کړې لپاره ډېر څه درلودل او نږدې هره ورځ غونډې جوړې شوې. دلته مسلکي کسان هم راغلل چې زموږ سره مرسته وکړي، چې د یو وړ سیند د مشر په توګه یې زما پوهه لا ژوره کړه. زما یو لوی مسؤلیت دا دی چې د سطحي اوبو څارنه وکړم. که دا سور شي، حتی لږ څه هم، او په اوبو کې ککړتیا وي، نو هر ډول غیر معمولي څه به ثبت شي.
له هغه وروسته مرکزي حکومت او سیمه ییزو چارواکو دواړ سرعت ګړندی کړ، پلانونه یې رامنځته کړل او سیسټمونه یې جوړ کړل د اوبو د کیفیت ښه کولو لپاره یې مهالویش او سړک نقشه په پراخه کچه پلې کړه .
د ۲۰۱۸ کال د جون تر پایه د چين د هر سيند په اوږدو کې د سيندونو د مديريت په اړه د معلوماتو نښې نښانې ايښودل شوې وې. شپږ میاشتې وروسته، د جهيلونو لپاره ورته سیسټم جوړ شو.
له ۱.۲ میلیون څخه ډېر چارواکي په بېلابېلو کچو کې د سیندونو او جهيلونو اداره کولو لپاره ګومارل شوي. په هر ولایت، ښار او سیمه کې د ګوند او حکومت لوړ پوړي مشران د ولایت په کچه مسؤل و.
د سيندونو او جهيلونو د مديريت د ادارې مرستيال لي چون مينګ څرګنده کړه چې د سيند او جهيلونو د مديريت د لوړ پوړو ګوندي چارواکو او حکومتي چارواکو په درلودلو سره د بېلا بېلو څانګو ترمنځ همغږي ښه شوې ده. په دې سیسټم کې د ګوند او حکومت لارښوونې، د اوبو مدیریت څانګو لخوا تنظیم، د نورو څانګو ملاتړ، او د ټولې ټولنې ګډون شامل دي.
د سيندونو او جهيلونو عمومي سيستم د شي جين پينګ په مشرۍ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې يوه نوې تګلاره ده چې د چين د اوبو د پېچلو ستونزو د حل او د اوبو د خونديتوب د تامينولو لپاره تر سره کېږي.
د شي جين پينګ د ليدنې په ترڅ کې د سيندونو او جهيلونو لیدل يوه مهمه برخه وه. د بېلګې په توګه، د ۲۰۱۷ کال په جون کې شي جين پينګ له شان شي څخه د خپل سفر په ترڅ کې پر دې ټينګار وکړ چې د فينه سيند بايد لا زياتې اوبه، د اوبو ښه کيفيت او د چاپېريال ډېر ښکلی ځای ولري.
شي جين پينګ څو ځله د هراړخيز نظر سره د ايکولوژيکي تمدن د جوړولو پر اهميت ټينګار کړی دی. هغه په دې باور دی چې د چاپېریال ساتنه یوازې د چټکو اصلاحاتو څخه ډېر څه ته اړتیا لري نوموړي په ټینګار ویلي وو، چې موږ اړتیا لرو چې د یو سیسټماتیک او ټولیز لید څخه د نوي مدیریت طریقې په لټه کې شو څو د ځینو څانګو مخه ونیسو چې د نورو په وړاندې خنډ ګرځي.
شي جين پينګ د ۲۰۱۸ کال د مې په ۱۸ او ۱۹ نېټه په بېجينګ کې د ايکولوژيکي او چاپېريال ساتنې په ملي کنفرانس کې د ګډون پر مهال وويل”د دې لپاره چې په اغېزناکه توګه د اوبو د ککړتیا کنټرول او د اوبو چاپېریال ساتنه وشي، دا اړینه ده چې د سیندونو د غاړو، پورتنیو او ټیټو لارو، د ځمکې او اوبو، سطحې او ځمکې لاندې، سیندونو او سمندرونو، د اوبو ایکولوژي او د اوبو سرچینې، ککړتیا د مدیریت هڅې په هر اړخیزه توګه اداره شي، څو د مخنيوي او کنټرول او د ايکولوژيکي ساتنې د سيستماتيک مديريت غوره پايلې تر لاسه کړي .
د سیندونو د مشرانو په همغږۍ سره، د فینه سیند مدیریت تمرکز د ځانګړو برخو څخه د سیند ټولو حوزو ته پراخه شوې ده. تای یوان د فینه سیند د ټولو نهو برخو اداره کولو لپاره یوه پراخه پروژه پیل کړې. ځایي چارواکو د ککړتیا کنټرول، د اوبو ایستلو، د اوبو انحراف، او د ککړتیا د بوټو بندولو په څېر اقدامات هم پلي کړي دي.
د مرکزي، ولایتي او ښاروالۍ حکومتونو د لارښوونې په تعقیب، د “سیندونو او جهيلونو مشر ” نوی سیسټم رامنځته شوی. په دې سیسټم کې د سیند او جهيل د رییس، سرپرست جنرال، او د پولیسو مشر ترمنځ همغږي شامله ده.
په عین وخت کې، ډېر ځوانان د سیندونو د مشرانو په ډله کې شامل شوي، چې د ډیجیټل مدیریت ممکنه کوي.
د ولايت په کچه د سيندونو او جهيلونو د مشرانو د ګډې غونډې ميکانيزم اوس د يانګزي سيند، ژيړ سيند او د هوی سيند په شمول د هېواد په اوو سترو سيندونو حوزو کې شته.
په ۲۰۱۹ کال کې د ايکولوژيکي ساتنې او د ژېړ سيند د حوزې د لوړ کيفيت د پرمختګ په اړه په سمپوزيم کې شي جين پينګ وړانديز وکړ چې د سيندونو او د جهيلونو د مشر سيستم د تنظيمونو د ښه والي لپاره دې د ژيړ سيند د خلکو د ګټو لپاره يو ښکلی او پاک سيند جوړ کړي.
د منابعو وزارت د سيندونو او جهيلونو د مديريت د څانګې مرستيال لي چون مينګ ته وویل، چې وروسته له هغه چې مرکزي حکومت د سیندونو د مشر سیسټم د بشپړ پلي کولو په اړه نظریه تصویب کړه، ټاکل شوي اشخاصو ته د مسؤلیتونو د سپارلو میکانیزم یا د سیند د مشر سیسټم ۱.۰ نسخه جوړه شوه، بیا، د غیرقانوني فعالیتونو لکه د سیندونو اشغال، ساختماني، کان کیندنې، او د کثافاتو ډکول، د سیندونو او جهيلونو حالت ښه کولو او د سیسټم ۲.۰ نسخه ته لوړولو لپاره ځانګړي کمپاینونه پیل شول. د لي چون مينګ په اند، له ۲۰۲۰ کال راهيسې د سيندونو او جهيلونو مديريت دواړو سمدستي مسايلو او بنسټيزو ستونزو ته پاملرنه کړې څو د سيندونو او جهيلونو د سلامتيا ډاډ تر لاسه کړي.
د ۲۰۲۰ کال په مې کې شي جين پينګ په دريو کلونو کې د دوهم ځل لپاره له شان شي څخه ليدنه وکړه. هغه د تای يوان ولايت د فينه سيند د جين يانګ پل برخې ته لاړ چې د سيندونو په اوږدو کې د اوبو مديريت او ايکولوژيکي ساتنه وګوري.
د پینګانګ سړک فرعي ولسوالۍ د ګوند کاري کمېټې منشيهو ليلين وویل، چې ښاغلي شي په عمده توګه د ايکولوژيکي مديريت په اړه خبرې وکړې. هغه له موږ څخه وغوښتل چې د فينه سيند د اداره کولو او ساتنې لپاره رښتينې هڅې وکړو، د جين يانګ لرغوني ښار د ښکلي منظرو د بيارغونې او د ژېړ سيند د پاکو اوبو د بهېدو ډاډ ترلاسه کړو.
بل خوا د تای يوان د اوبو د ادارې د سيند او جهيل برخې مشر وانګ دونګ هو وويل.
د فینه سیند له وچ او ناپاکو سیند څخه په تای یوان کې په کلتوري او طبیعي ایکولوژیکي دهلېز بدل شوی، په دې وروستیو کې د سیند او جهيلونو مشرانو د “خوشاله سیندونو او جهيلونو” په جوړولو تمرکز کړی چې د سیندونو او جهيلونو د مدیریت په اړه د چین عصري تګلاره منعکس کوي.
د تای یوان ښار اوسېدونکو وویل چې د فینه سیند په اوږدو کې د مرغانو شمېر اوس زیات شوی دی او هر کال شاوخوا سل ډوله مرغان دلته ورځي.
د ۲۰۱۷ کال په جون میاشت کې، د اوبو د ککړتیا د مخنیوي او کنټرول قانون کې د لومړي ځل لپاره د سیند د مشر سیسټم شامل شو.
په ۲۰۲۱ کال کې د سيند او جهيل نظام د تېرې پېړۍ په اوږدو کې د ګوند د مهمو لاسته راوړنو او تاريخي تجربو په اړه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې په پرېکړه ليک کې شامل شو.
اوس مهال، هېواد د ۹۸۰۰ سیندونو او جهيلونو ارزونه بشپړه کړې او د ۷۰۰۰۰ څخه ډېر پلانونه، اقدامات او پالیسۍ یې پلې کړې دي.