پنجشنبه, مارچ 19, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې په هراړخيزه توګه د لا ژورو اصلاحاتو په اړه پرېکړه ليک تصويب کړ

STR NEWS by STR NEWS
جولای 19, 2024
4 0
0
د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې په هراړخيزه توګه د لا ژورو اصلاحاتو په اړه پرېکړه ليک تصويب کړ
6
SHARES
22
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8386408.webm

ای‌ډي: 8386408

د چین د کمونېست ګوند د شلمې دورې د مرکزي کمېټې درېیمه عمومي غونډه په بېجینګ کې جوړه شوه.

د چین د کمونېست ګوند (CPC) مرکزي کمېټې په خپله درېیمه عمومي غونډه کې چې له دوشنبې څخه تر پنجشنبې پورې جوړه شوې وه، د چین د عصري کېدلو د پرمختګ لپاره د اصلاحاتو د لا ژورتیا په اړه یو پرېکړه لیک تصویب کړ.

د CPC مرکزي کمېټې سرمنشي غونډه رهبري کوله. د CPC مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جین پینګ د پنجشنبې په ورځ د یوې اعلامیې له لارې مهمې ویناې  شریکې کړې.

په غونډه کې، د مرکزي کمېټې دارالانشا‌ء د کار راپور واورېد او وڅېړه، چې ښاغلي شي جین پینګ د ګوند په استازیتوب وړاندې کړ، او د چین د عصري کېدو د پرمختګ لپاره د اصلاحاتو د لا ژورتیا په اړه د مرکزي کمېټې پرېکړه یې تصویب کړه. شي جین پینګ د پرېکړه لیک د مسودې په اړه وضاحتي څرګندونې هم وکړې.

ده وویل د لا ژورتیا د اصلاحاتو ټولیزې موخې دا دي چې د چین د ځانګړتیاوو سره سم د سوسیالیزم سیستم ته دوام او وده ورکړي او د حکومتولۍ لپاره د چین سیستم او وړتیا عصري کړي. نوموړي وویل “تر ۲۰۳۵ کال پورې به موږ په ټولو برخو کې د لوړ معیار سوسیالیستي بازار اقتصاد جوړول بشپړ کړو، د چین د ځانګړتیاوو سره سم د سوسیالیزم سیستم ته به لا نوره وده ورکړو، په عمومي توګه به د حکومتولۍ سیستم او وړتیا عصري کړو، او په اساسي توګه به سوسیالیستي عصري کېدو ته ورسېږو.

دا ټول به د دې لامل شي چې د دې پېړۍ تر منځنۍ پورې د ټولو برخو څخه د یوه ستر عصري سوسیالیستي هېواد جوړولو لپاره قوي بنسټ جوړ کړي.

په پرېکړه لیک کې ټاکل شوې چې د اصلاحاتو میکانیزم باید تر ۲۰۲۹ پورې د خلکو د جمهوریت یا د نوي چین د ۸۰مې کلیزې د نمانځلو پورې بشپړ شي.

په ورته مهال کې مرکزي کمېټې د لا ژورتیا د اصلاحاتو لپاره سیستماتیک پلانونه هم تدوین کړل.

په لوړ معیار سوسیالیستي بازار اقتصاد جوړولو کې، باید د بازار رول ته ښه وده ورکړل شي، یو عادلانه او لا نور فعال بازار چاپېریال رامنځته شي او د منابعو تخصیص په اغېزناکه او تولیدي توګه ترسره شي. د بازار محدودیتونه به لرې شي پداسې حال کې چې اغېزناک مقررات به ډاډمن شي څو په ښه توګه د بازار نظم وساتي او د بازار ناکامۍ سم کړي.

د لوړ کیفیت پرمختګ په هڅولو کې، یادې طرحې د عرضې اړخ جوړښت اصلاحاتو د ژورتیا، د لوړ کیفیت پرمختګ د هڅولو لپاره د هڅونې او محدودیت میکانیزمونو د ښه کولو، او د ودې د لاسته راوړلو لپاره د نوو محرکونو او ځواکونو د رامنځته کولو غوښتنه کړې.

ویل شوي چې”موږ به د نوي کیفیت تولیدي ځواکونو د ځایي شرایطو سره سم د لوړولو لپاره میکانیزمونه او بنسټونه ښه کړو، د عادي اقتصاد او ډیجیټل اقتصاد ترمنځ بشپړ ادغام ته وده ورکړو، د خدمتونو سکتور ته، زېربناوو ته د عصري کولو، او د صنعتي  زنځیرونو د مقاومت او تامین د لوړولو لپاره به هڅې وکړو.

په ټولیزه نوښت کې، ګوند به په ښوونه او روزنه کې جامع اصلاحات، په ساینسي او ټېکنالوژیک جوړښتونو کې اصلاحات، او د استعداد پرمختګ لپاره موسساتي اصلاحات به ژورتیا ته ورسوي.

په لویه اقتصادي حکومتولۍ کې، پرېکړه لیک د مالي، مالیاتي او نورو مهمو سکتورونو په همغږې توګه اصلاحاتو ترسره کولو، د ماکرو پالیسۍ لوري د همغږۍ زیاتولو، د ملي ستراتیژیک پلان جوړونې سیستم او پالیسۍ همغږۍ میکانیزمونو ته د وده ورکولو غوښتنه کړې.

په ښاري او کلیوالي پراختیا کې، ګوند باید د تولیدي فکتورونو ترمنځ مساوي تبادلې او دوه طرفه جریانونه وهڅوي څو د دوی ترمنځ اختلافات کم کړي او د دوی ګډې هوساینې او پرمختګ ته وده ورکړي.

 د ځمکې سیستم اصلاحات به ژور شي.

د چیني عصري کېدو د یوې ” معرفتي ځانګړنې” په توګه یې ویلي چې ګوند به “په ثبات سره د ورخلاصون پراخولو، د بهرنیو سوداګرۍ جوړښت اصلاحاتو ژورتیا، د داخلي او بهرنیو پانګونو مدیریت سیستمونو لا اصلاح، د سیمې ورخلاصون پلان جوړونې ښه کولو، او د لوړ کیفیت همکارۍ میکانیزمونو ښه کولو ته وده ورکړي.”

په ټوله پروسه کې د خلکو د ډیموکراسۍ په پراختیا کې یې ویلي: “موږ باید په ټینګه د چینايي ځانګړتیاوو سره سم د سوسیالیستي سیاسي پرمختګ لاره تعقیب کړو او د خپل هېواد بنسټیز، اساسي او مهم سیاسي سیستمونه وساتو او ښه کړو.”

 قانون د واکمنۍ په اړه یې ویلي، هڅې باید وشي څو د اساسي قانون پوره پلي کول ډاډمن کړي او د هغې واک وساتي، اصلاحات همغږي کړي څو د ښه تقنین، قانون پلي کولو، د عدلي مدیریت، او د قانون رعایت هڅولو لپاره، او میکانیزمونه ښه کړي څو ډاډ ترلاسه شي چې ټول د قانون له مخې سره مساوي دي.

پرېکړه لیک زیاتوي چې موږ د فرهنګي باور د لوړولو غوښتنه کوو او د پرمختللي سوسیالیستي کلتور د پراختیا، انقلابي کلتور د هڅولو، او ښه دودیز چینايي کلتور د وړاندې کولو لپاره هڅې وکړو.

د خلکو د هوساینې په تړاو یې ویلي، چې ګوند به د عاید توزیع سیستم، د استخدام لومړیتوب پالیسۍ، او د ټولنیز امنیت سیستم ښه کړي، د طبي او روغتیایي سیستمونو لا اصلاح، او د نفوس پرمختګ او اړوندو خدماتو لپاره سیستمونه به ښه کړي.

په ایکولوژیکي ساتنه کې، ویلي شوي: “موږ باید د ایکولوژیکي ساتنې سیستمونه ښه کړو، د کاربن کمولو، ککړتیا کمولو، زرغون پرمختګ، او اقتصادي ودې سره همغږۍ ترسره کړو، په فعاله توګه د اقلیمي بدلون سره مبارزه وکړو، او د اصولو په پلي کولو کې سیستمونه او میکانیزمونه ژر تر ژره ښه کړو چې پاک او زرغون چاپېریال غښتلی شي.”

د ملي امنیت کې یې ویلي چې ګوند باید په بشپړه توګه د ملي امنیت یو جامع پالیسي پلې کړي، د ملي امنیت د ساتلو لپاره موسسات او میکانیزمونه ښه کړي، او د لوړ کیفیت پرمختګ او لوی امنیت یو بل ته وده ورکړي څو په اغېزناکه توګه د هېواد ثبات او امنیت اوږدمهاله وساتي.

د ملي دفاع په برخه کې یې ویلي چې د خلکو د وسله والو ځواکونو په اړه د ګوند مطلق مشرتابه ساتلو غوښتنه کړې او د اصلاحاتو له لارې د پوځي ځواک پیاوړي کولو ستراتیژۍ بشپړ پلي کولو لپاره چې د خلکو د ازادۍ پوځ د سل کلنې کلیزې لپاره موخې ترلاسه کړي په ۲۰۲۷ کې او د ملي دفاع او وسله والو ځواکونو اساسي عصري کېدو ته ورسېږي.

د ګوند په مشرتابه کې د ښه والي په اړه ویل شوي: “موږ باید د ګوند مرکزي کمېټې او ټول ګوند په توګه د رفیق شي جین پینګ د اساسي موقف د رامنځته کولو او د نوې دورې د چینايي ځانګړتیاوو سوسیالیزم په اړه د شي جین پینګ فکر د لارښود رول د تاسیسولو په اړه ژوره پوهه ترلاسه کړو.”

پرېکړه لیک ټینګار وکړ چې چینايي عصري کېدل د سوله یز پرمختګ عصري کول دي. “په بهرنیو اړیکو کې، چین په ټینګه ژمن دی چې یو خپلواک او سوله ییز بهرنی سیاست تعقیب کړي او د یوې ګډ برخلیک د بشري ټولنې د هڅولو ته وقف شوی دی.”

بلخوا  د غونډې لارښود اصولو زده کړه او پلي کول د ټول ګوند او ملت لپاره یو لویه سیاسي دنده ده، همدا اوس او د راتلونکي لپاره هم.

د غونډې د اوسني حالت او د ګوند مخکښې دندې تحلیل کړې، او د دې کال د اقتصادي

 او ټولنیز پرمختګ موخو ترلاسه کولو لپاره ټینګه ژمنتیا وغوښتله.

وویل شول چې هم پرمختګ او هم امنیت باید ډاډمن شي، د رښتینې شتمنۍ، سیمه ییز حکومت پور، کوچنیو او منځنیو مالي مؤسسو، او نورو مهمو برخو کې د خطرونو مخنیوي او کمولو لپاره بېلابېل اقدامات باید پلي شي.

همدارنګه غونډې د رفیق قین ګانګ استعفا له مرکزي کمېټې منلو پرېکړه وکړه، او د لي شانګفو، لي یوچاو او سن جینمینګ له ګوند څخه د ایستلو د سیاسي دفتر پخوانۍ پرېکړه تایید کړه.

ټولټال ۱۹۹ غړي او ۱۶۵ بدیل غړي د مرکزي کمېټې په غونډه کې ګډون درلود.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه
سپورت

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه

مارچ 18, 2026
شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې
وروستی خبرونه

شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې

مارچ 18, 2026
پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي
وروستی خبرونه

پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي

مارچ 18, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved