چين ولسمشر شي/اصلاحات/پرانیستنه
ایډي: 8385690
نېټه: وروستۍ
ځای: چین
موده: شپږ دقیقې او دوه وویشت ثانیې
سرچینه: (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-07-14 08:38
وروستی سمون: 2024-07-14 19:57
ویډیويي صحنې
بشپړ خبر
د روان ۲۰۲۴ کال په جریان کې به شي جين پينګ ۱.۴ میليارده چينايانو ته د اصلاحاتو د دوام او د راتلونکي لپاره د نوي فصل د پرانیستلو لارښوونه وکړي.
د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۲ کال په دسمبر میاشت هغه مهال چې ولسمشر شي جين پينګ د چين د کمونست ګوند نوی مشر ټاکل شوی و د خپل لومړنی رسمي سفر په ترڅ کې له ګوانګ دونګ چې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د يوې مهمې سيمې په توګه يادېږي ليدنه وکړه.
نوموړي د دغه سفر په ترڅ کې په ګوند او هېواد کې ټولو ته امر صادر کړ چې په ګډه کار کولو ته چمتو شئ.
نوموړي هغه مهال ویلي و چې د اصلاحاتو او ورخلاصون د پيل پرېکړه سم انتخاب دی. موږ بايد دې سمې لارې ته دوام ورکړو. څو د ملت او خلکو د سوکالۍ په لاره کې زغرد او غښتلي پاتې شو.
سربېره پر دې شي جين پينګ له څه باندې يوې لسيزې راهيسې په پرله پسې توګه د اصلاحاتو عمومي لاره پلان کړې او د پلي کېدو پرمختګ يې هم کړی دی.








