د چین -سلیمان ټاپو/ لومړی وزیر /رسیدنه
ایډي: 8385358
نېټه: د جولای 11، 2024
ځای: چین؛
موده: ۳۴ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-07-12 05:51
وروستی سمون: 2024-07-12 05:53
ویډیويي صحنې
چین – بېجینګ، د جولای 10، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د سلیمان ټاپو لومړی وزیر جیرمیا مانیل له الوتکې څخه د چینایی چارواکو لخوا تود هرکلی کېږي
۲ـ مانیل له بورډینګ کوچ سره د روغبړ کولو پر مهال
بشپړ خبر
د سلیمان ټاپو لومړی وزیر جیرمیا مانیل د چهارشنبې په ورځ چین ته د رسمي سفر لپاره بېجینګ ته رسېدلی دی.
دا په روان کال مې میاشت کې د نوموړي واک ته له رسېدو وروسته چین ته د هغه لومړی رسمي سفر دی.
تمه ده چې د دغه سفر په ترڅ کې به هغه له چينايي چارواکو سره د خپلو اړيکو او د راتلونکو همکاريو د پلان په اړه خبرې اترې وکړي.
د یادونې وړ ده چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د چين او سليمان ټاپوګانو ترمنځ ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې شوې، او د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ د ګډو پانګونو، پانګونې پروګرامونو او سوداګرۍ په برخو کې د پام وړ پايلې تر لاسه کړې دي.
نوموړی به د خپل رسمي سفر پر مهال د چين د ختيځ فو جيان او شان دونګ ولايت څخه هم ليدنه وکړي. دواړه ولایتونه د ساحلي اقتصادي ځواک مرکزونه دي چې د آرام سمندر ټاپوګانو هېوادونو سره په همکارۍ کې یې مهم رول لوبولی دی.