پنجشنبه, مارچ 19, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

د شانګهای همکارۍ سازمان د زرغون پرمختګ فورم پرانيستل شو

STR NEWS by STR NEWS
جولای 9, 2024
5 0
0
د شانګهای همکارۍ سازمان د زرغون پرمختګ فورم پرانيستل شو
7
SHARES
28
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8384956.webm

د چین او شانګهای د زرغونې پراختیا فورم

ای‌ډي: 8384956

نېټه: د جولای 9، 2024

ځای: چین

موده: یوه دقیقه او اوه ثانیې

سرچینه: (CCTV)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-07-09 07:41

وروستی سمون: 2024-07-09 10:26

ویډیويي صحنې

ختیځ چین د شانډونګ ولایت کینګداو ښار– د جولای ۸، ۲۰۲۴ (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۱ـ هېوادونو د زرغون پرمختیایي فورم د پرانيستلو ګڼ مراسم روان دي

۲ـ ګډون کوونکي

۳ـ د ښه ګاونډيتوب او همکارۍ په اړه د شانګهای د همکارۍ سازمان د کمېټې مشرې شن يو يوو بېلې بېلې ويناوې وکړې او د ولسمشر شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام يې ولوست.

۴ـ ګڼ شمېر مېلمانه، ګډون کوونکي

۵ـ د شانګهای د همکارۍ سازمان هېوادونو د زرغون پرمختیا فورم لوګو

ختیځ چین د شانډونګ ولایت د کینګداو ښار – نېټه نامعلومه (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۶ـ د چين او شانګهای د سيمه ييزې اقتصادي او سوداګرۍ د همکارۍ د نندارې سيمې، ویډیويي صحنې

۷ـ د چین او شانګهای د سیمه ییزو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو لپاره د هراړخیز خدمت پلټ فارم بېلابېلې لوګوګانې

۸ـ د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) شنه او د کم کاربن صنعتي سیمې صحنې

بشپړ خبر

(SCO)  یا د شانګهای همکارۍ سازمان هېوادونو د زرغون پرمختګ په نوم فورم د دوشنبې په ورځ د ختيځ شان دونګ ولايت د چينګ داو په ساحلي ښار کې پرانيستل شو چې د دې فورم اصلي تمرکز د چاپېريال ساتلو او د اقتصادي پرمختګ لپاره په ګډه کار کول دي.

د دې دوه ورځنۍ غونډې موضوع (په زرغون پرمختګ کې لاسونه سره یوځای کول او په ګډه د انسان او طبیعت ترمنځ همغږۍ ته وده ورکول) یاد شوي دي  دا د شانګهای همکارۍ سازمان د ښه ګاونډيتوب دوستۍ او همکارۍ کمېټې له خوا د چين د ايکولوژي او چاپېريال ساتنې وزارت، د شان دونګ ولايت د ځایي حکومت او د شانګهای همکارۍ سازمان د سکرتريت له خوا تنظيمېږي.

په ورته مهال کې د چين ولسمشر شي جين پينګ د دوشنبې په ورځ ياد فورم ته د مبارکۍ يو ليک ولېږه چې په ترڅ کې يې دې ته اشاره وکړه چې د شانګهای سازمان غړي هېوادونه د چاپېریال ساتنې او د زرغون پرمختګ په اړه موافق دي.

ښاغلي شي جين پينګ ویلي، چين هيله لري چې د فورم له لارې له ټولو خواوو سره د زرغون پرمختګ په ډګر کې اړيکې او همکارۍ پياوړې کړي، دغه راز د ټولو هېوادونو دوامداره اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ته وده ورکړي او د انسانانو او طبيعت ترمنځ همغږي رامنځته کړي.

په یاده غونډه به د پرانیستلو مراسم، یو اصلي فورم او درې موازي فرعي فورمونه ولري، دا فرعي فورمونه د ۲۰۲۴شانګهای د همکارۍ سازمان SCO د ایکولوژي کال) د زرغون او لوړ کیفیت پراختیا لپاره تخنیکي نوښت او (د زرغونو او ټیټ کاربن خپراوي لپاره د اقلیم عمل) یاد شوی دی.

د چين او نورو هېوادونو څه دپاسه ٣٥٠ مېلمانه چې په کې د چاپېريال ساتنې چارواکي، سوداګريز مشران، کارپوهان او د نړيوالو سازمانونو د استازو په شمول په فورم کې راغونډ شوي دي څو د زرغون پرمختګ په اړه خپل نظرونه شريک کړي.

د یاد فورم په ترڅ کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د زرغونې انرژۍ، زرغون صنعت، د اقلیم د بدلون په وړاندې د غبرګون، د ایکولوژیکې ساتنې او نورو برخو کې د همکارۍ د ژورولو لپاره یو څو نوښتونه هم معرفي شول.

دغه فورم د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشريزې په توګه تر ټاکل کېدو وروسته د چين لخوا تر سره شوې لومړۍ لويه غونډه ده او د شانګهای همکارۍ سازمان هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې لومړۍ غونډه بلل کېږي چې په ځانګړې توګه د زرغون پرمختګ په اړه تمرکز کوي.

د یادونې وړ ده چې د شانګهای همکارۍ سازمان یو دایمي نړیوال سازمان دی چې د ۲۰۰۱ کال د جون په ۱۵ نېټه په شانګهای کې جوړ شو چې بنسټ اېښودونکي غړي یې قزاقستان، ازبکستان، روسیه، تاجکستان او د چین ولسي جمهوریت دي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه
سپورت

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه

مارچ 18, 2026
شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې
وروستی خبرونه

شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې

مارچ 18, 2026
پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي
وروستی خبرونه

پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي

مارچ 18, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved