پنجشنبه, مارچ 19, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

شي جين پينګ د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو په ۲۴مه غونډه کې د ګډون په موخه قزاقستان ته ولاړ

STR NEWS by STR NEWS
جولای 3, 2024
4 0
0
شي جين پينګ د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو په ۲۴مه غونډه کې د ګډون په موخه قزاقستان ته ولاړ
6
SHARES
24
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8384005.webm

د قزاقستان  او ولسمشر شي لیدنه، راتګ

ای ډي: 8384005

نیټه: د جولای 2، 2024

ځای: قزاقستان

موده: څلور دقیقې او دیارلس ثانیې

سرچینه: (CCTV)

بشپړ خبر

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د چين  ولسمشر شي جين پينګ د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو په ۲۴مه غونډه کې د ګډون او له قزاقستان څخه د رسمي ليدنې لپاره د سه شنبې په ورځ د دغه هیواد پلازمینې آستانې ته رسیدلی دی.

دا قزاقستان ته د شي جين پينګ پنځم سفر دی. د دې سفر موخه د چين او قزاقستان ترمنځ د اړيکو پياوړتيا او د یو کمربند او لارې د نوښت په چوکاټ کې د همکارۍ پياوړتيا ده.

د یاد اژانس د خبر له مخې، کله چې د شي جين پينګ الوتکه د قزاقستان فضايي حريم ته داخله شوه د قزاقستان د هوايي ځواک د درې جنګي الوتکو له خوا خوندي شوه او د ساتنې لپاره ورسره مل شوي.

د قزاقستان ولسمشر توکايف په هوايي ډګر کې د  ښاغلي شي جين پينګ د هرکلي ستر مراسم تر سره کړل او دغه راز ددغه هیواد د ماشومانو يوې ډلې د رئيس شي جين پينګ د ښه راغلاست لپاره په چینایي ژبه د مور وطن ته یا (اوډ د مور ټاټوبي) په نامه سندره وويله.

نوموړي هوايي ډګر ته له رسېدو وروسته په يوه ليکلې وينا کې د چين د حکومت او د چینايي وګړو په استازيتوب د قزاقستان دوستانه خلکو ته د زړه له کومې سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړې.

هغه دې ته اشاره وکړه چې له تېرو ٣٢ کلونو راهيسې د چين او قزاقستان ترمنځ ديپلوماتيکې اړيکې ټينګې شوې. دغه اړيکې د نړۍ له ننګونو سره سره لا پياوړې شوې دي او د يو بې ساري دايمي هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ په توګه پرمختګ کوي. هغه دا هم وويل چې د دواړو هېوادونو تلپاتې دوستي د وخت په تېرېدو سره پياوړې شوې او د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د پيوستون، متقابلو ګټو او متقابل برياليتوب  یو بېلګه ده.

شي جين پينګ يادونه وکړه چې ۱۱ يوولس کاله مخکې يې په لومړي ځل په قزاقستان کې د ورېښمو د لارې د اقتصادي کمربند د جوړولو نوښت وړاندې کړ چې له کبله یې نن ورځ د چين او قزاقستان ترمنځ د يو کمربند او لارې تر نامه لاندې همکارۍ بريالۍ پايلې تر لاسه کړې دي

نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه، چې د دغه سفر په ترڅ کې به له ولسمشر توکايف سره خبرې اترې وکړي او د چين او قزاقستان دهر اړخيزو اړيکو او همکارۍ او نورو ګډو نړيوالو سيمه ييزو مسايلو په اړه به د نويو پلانونو د جوړولو په اړه ژور بحثونه ترسره کړي.

ښاغلي شي دا هم وويل چې د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشريزه غونډه کې ګډون ته سترګې په لار دی او له ټولو خواوو سره به د دغه سازمان د راتلونکي پرمختګ او همکارۍ پر لارو چارو بحث کوي، څو د دغه مهم څو اړخيز ميکانيزم لپاره نوی او ستر پرمختګ تر لاسه شي.

یاده دې وې چې شي جين پينګ له هوايي ډګر څخه خپل هوټل ته د تګ پر مهال په قزاقستان کې د خلکو له تود هرکلی سره مخ شو.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه
سپورت

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه

مارچ 18, 2026
شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې
وروستی خبرونه

شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې

مارچ 18, 2026
پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي
وروستی خبرونه

پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي

مارچ 18, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved