چهارشنبه, مې 6, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

د چین او یورشیا نندارتون د نړیوالو ګډون کوونکو لپاره د یو پل په توګه کار کوي

STR NEWS by STR NEWS
جولای 2, 2024
7 0
0
د چین او یورشیا نندارتون د نړیوالو ګډون کوونکو لپاره د یو پل په توګه کار کوي
10
SHARES
40
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/122.mp4

د چین او یورشیا نندارتون، برخه اخیستونکي

ای‌ډي: 8383122

نېټه: د جون 26، 2024/وروستی

ځای: چین شینجیانګ

موده: دوه دقیقه او دولس ثانیې

سرچینه:  (CCTV) (CGTN)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 26-06-2024 18:19

وروستی سمون: 2024-06-26 18:43

ویډیويی صحنې

شمال لوېديځ چين د شينجيانګ اويغور کورواکه سيمه، ارومچي ښار – وروستی (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۱ـ د چین او یورشیا د اتم نندارتون له ځای څخه بېلابېل انځورونه، د چين او يورشيا اتم نندارتون ته د ښه راغلاست نښان او لوګو

۲ـ د چين د فرصتونه شریکولو او د پرانيستې شعار

۳ـ د نندارتون د پرانیستلو مراسم روان دي

شمال لوېديځ چين د شينجيانګ اويغور کورواکه سيمه، ارومچي ښار – وروستی (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۴ـ د چین او یورشیا نندارتون لوګو

شمال لوېديځ چين د شينجيانګ اويغور کورواکه سيمه، ارومچي ښار – وروستی (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۵ـ د نندارتون داخلي برخه

شمال لوېديځ چين د شينجيانګ اويغور کورواکه سيمه، ارومچي ښار – وروستی (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۶ـ غږ (انګلیسي) د متحده ایالات د بارسټو ښار ښاروال پاول انتوني کورټني

۷ـ د نندارتون بېلابېلې داخلي برخې، د نندارتون ساحې، نندارچیان، په نندارتون کې بېلابېل محصولات

۸ـ غږ(انګلیسي) د ازبکستان نندارتون (نوم نه دی ورکړل شوی) (د نهمې صحنې سره پای ته رسېږي)

۹ـ په نندارتون کې بېلابېل محصولات

۱۰ـ غږ(انګلیسي) امریکایی اداکاره ماریسا روپر (د یولسمې صحنې سره پای ته رسېږي)

۱۱ـ په نندارتون کې ګڼ شمېر نندارچیان، لیدونکي، په نندارتون کې ګڼ محصولات

بشپړ خبر

د چين او يورشيا په اتم نندارتون کې ګډون کوونکي دغه غونډې ته د يو بل څخه د زده کړې، د نړۍ له بالقوه همکارانو سره د نښلولو او د همکارۍ د تر لاسه کولو د يوه پلاټفورم په سترګه ګوري چې هر څوک پکې ګډون کوي.

دا نندارتون د چين په شمال لوېديځ د شينجيانګ اويغور کورواکه سيمه کې چې د اسيا او اروپا د اتصال او د طلايي دروازې په توګه پېژندل کېږي چې په ارومچي ښار کې تر سره شو.

یاد نندارتون چې د چهارشنبې په ورځ پيل شوی د جون تر ۳۰مې نېټې پورې یې دوام وکړ. موخه يې د چين لخوا وړانديز شوي د کمربند او لارې د نوښت (BRI) د پرمختګ فرصتونه روښانه کول او د سيمه ييزې سوداګرۍ او همکارۍ پياوړتيا وه.

د چين او يورشيا د نندارتون په دې بهیر کې د ۵۰ هېوادونو، سيمو او نړيوالو ادارو څخه څه باندې ۱۹۰۰ شرکتونو او سازمانونو ګډون کړی و، چې له اسيا او اروپا څخه بهر د پراخې لړۍ استازيتوب کوي.

د کالیفورنیا د بارسټو ښاروال پاول انتوني کورټني ویلي چې هغه په نندارتون کې د لویو ودانیو له لیدلو په ځانګړې توګه د یوې ودانۍ د ډیزاین او ترتیب له امله حیران شوي دي، نوموړي زیاته کړې چې هغه لېواله دی چې په دې نندارتون کې د ټولې نړۍ له خلکو سره وګوري.

روان نندارتون به د ۵۰ څخه زیاتو سوداګریزو فعالیتونو کوربه توب وکړي، چې تمه کېږي  د ۲۰۰ څخه زیاتې پروژې پکې لاسلیک شي.

د ازبکستان څخه یوه ګډونوال وویل، چې له ازبکستان څخه ډېری ازبکستاني شرکتونه په دې نندارتون کې ګډون کوي ځکه چې دا د سوداګرۍ د نښلولو لپاره یو ښه فرصت دی. د هغه په خبره چې چینایي شرکتونه د تخنیکي پلوه خورا پرمختللي دي.

په ورته وخت کې  امریکایي اداکارې ماریسا روپر وویل، چې نوموړې د بېلابېلو قومونو د نښلولو او د دوی ترمنځ د دوستۍ د لیدلو لپاره ډېره خوشاله ده، هغه فکر کوي چې دا نندارتونونه د تجارت او د خلکو د یوځای کولو لپاره یوه ښه لاره ده او د دې نندارتون لپاره ډېر د خوښۍ احساس کوي.

دغه نندارتون چې ۱۴۰۰۰۰ مترو مربع مساحت یې پوښلی و په څلورو مهمو برخو لکه د پانګونې همکارۍ، نړیوال نندارتون، ځانګړي صنعتونه او د تجهیزاتو تولید برخې پکې شاملې وې. همدارنګه د ځانګړي صنعت په برخه کې د شينجيانګ ځايي سکټورونه لکه انرژي، ډيجيټل ټېکنالوژي، کلتوري سيلانيزې چارې، مېوې او سبزيجات، د لوړ کيفيت لرونکي څارويو محصولاتو په ګډون پنبه او ټوکر نندارې ته وړاندې کړي و.

شمېرنې ښيي چې د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې شينجيانګ د نړۍ له ۱۹۷ هېوادونو او سيمو سره سوداګري کړې. همدارنګه د منځنۍ اسيا له پنځو هېوادونو سره یې سوداګري د تېر کال په پرتله ۲۸٪ سلنه زياته شوې او دغه راز د کمربند او لارې نوښت (BRI) له شريکو هېوادونو سره هم نږدې ٥٠ سلنه لوړه شوې ده.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

افغانستان او ایران د اقتصادي او زیربنایي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي
وروستی خبرونه

افغانستان او ایران د اقتصادي او زیربنایي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

مې 6, 2026
تېر کال په هېواد کې؛ 15نوې تاریخي ابدې ثبت شوې دي
وروستی خبرونه

تېر کال په هېواد کې؛ 15نوې تاریخي ابدې ثبت شوې دي

مې 6, 2026
یونیسف: افغانستان کې مو ۲۳۲ دولتي ښوونځي بیارغولي
وروستی خبرونه

یونیسف: افغانستان کې مو ۲۳۲ دولتي ښوونځي بیارغولي

مې 6, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

پوهنه
په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

د ټولنې هنداره
د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

اقتصاد او سوداګري
د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved