د غزې په تړانګه کې د اوربند خبرې
ایډي: 8383620
نېټه: د جون 29، 2024
ځای: نور
موده: یوه دقیقه او اتلس ثانیې
سرچینه : (CCTV) او (CGTN)
محدودیتونه: ویډیويي صحنې وګورئ
خپور شوی: 30-06-2024 18:05
وروستی سمون: 2024-06-30 19:14
ویډیويي صحنې
په غزه کې د الشطي مهاجر کمپ، – د جون ۲۲، ۲۰۲۴ (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ بېلابېلې کنډوالې، خلک په کنډوالو کې د تګ او راتګ پر مهال
اسراییل ایریز کراسنګ، – جنوري 18، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۲ـ د اسراییلو بېلابېل پوځي وسایط چې د ایرز کراسنګ سیمې څخه تېرېږي، ګڼ شمېر اسراییلي سرتېري
اسراییل – نېټه نامعلومه (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۳ـ په ټانک باندې د اسراییلو بیرغ
۴ـ ټانک
د غزې تړانګه د رفح ښار – د مې 6، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۵ـ اسراییلي ټانکونه د یو ځای کېدلو پر مهال
د غزې تړانګه – د مې 17، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۶ـ بېلابېلې ودانۍ، په اسمان کې لوګي
د غزې تړانګه د نصیرات مهاجر کمپ – د جون 8، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۷-د اسراییلو د بریدونو له امله ویجاړې شوې ودانۍ، اوسېدونکي
د غزې تړانګه – د جون 9، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۸ـ بېلابېل خلک، په روغتون کې ټپي ناروغان
بشپړ خبر
د حماس یوه جګپوړي چارواکي اسامه الحمدان د شنبې په ورځ ویلي، چې د غزې په روانه جګړه کې د یرغمل شویو بندیانو د تبادلې یا له اسراییلو سره د اوربند په اړه په خبرو کې کوم پرمختګ نه دی شوی.
هغه د غزې تړانګې پر وړاندې د اسراییلو کلابندي وغندله او ساحلي سیمو ته یې د لا زیاتو بشري مرستو د استولو غوښتنه وکړه.
الحمدان د لبنان په پلازمېنه بیروت کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې حماس چمتو دی څو له هر هغه وړاندیز سره چې دایمي اوربند او د غزې له تړانګې څخه د اسراییلو د بشپړ وتلو ضمانت کوي موافق دي.
د اسراییلو او حماس له جګړې نږدې نهه میاشتې تېرې شوې دي چې له کبله یې د غزې ډېری برخې ویجاړه شوې دي او هم هلته د ژوند د لومړنیو اړتیاوو شتون جریان ټکنی شوی دی.
په غزه کې مېشت روغتیايي چارواکو د شنبې په ورځ وویل چې د تېر کال د اکتوبر په لومړیو کې د فلسطین او اسراییلو تر منځ د روانې جګړې له پیل راهیسې تر اوسه څه باندې ۳۷۸۰۰ فلسطینیان وژل شوي او ۸۶۸۰۰ نور ټپیان دي.
په ورته مهال کې د اسراییلو پوځ د شنبې په ورځ د غزې په شمال کې په جګړه کې د دوو پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړ.
همدارنګه د اسراییلو پوځ د ورستیو معلوماتو له مخې، د اکتوبر له اوومې راهیسې اسراییلو په غزه کې ۶۷۰ پوځیان له لاسه ورکړي دي.