د چین ولسمشر / سوله ییزه همغږي / نړیوال بدلونونه
ایډي: 8383452
نېټه: 28 جون، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او دوه ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 29-06-2024 07:19
وروستی سمون: 2024-06-29 08:03
ویډیويي صحنې
بېجینګ، چین – د جون 28، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د چين د ولسمشر شي جين پينګ د سوله ييز ګډ ژوند د پنځو اصولو د ۷۰مې کليزې په مناسبت په کنفرانس کې د وينا کولو پر مهال
۲ـ ګڼ شمېر ګډونوال، کنفرانس روان دی
۳ـ کنفرانس روان دی
بشپړ خبر
د چين ولسمشر شي جين پينګ د جمعې په ورځ ویلي، چې د سوله یيز ژوند پنځه ماده ییز اصول په تېرو ۷۰ کلونو کې د نړيوالو بدلونونو د ازموينې په وړاندې مقاومت کوي او د پخوا په پرتله زيات په زړه پورې کېږي.
ښاغلي شي جین پینګ دا څرګندونې د جمعې په ورځ په بېجينګ کې د سوله ييز ګډ ژوند د پنځه ماده ییزو اصولو د ۷۰مې کليزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وينا پر مهال وکړې.
نوموړي د خپلې وینا پر مهال زیاته کړه، چې اووه لسیزې وړاندې زموږ نیکونه د سړې جګړې په نامه د هېوادونو تر منځ له سختو جګړو او کړکېچونو سره مخامخ وو. خو دوی وموندله چې د سوله ییز ګډ ژوند پنځه اصول د سولې ساتلو او د هېوادونو د خپلواکۍ ساتلو لپاره خورا مهم دي. دا اصول په داسې حال کې مهم پاتې شوي چې نړۍ خورا بدله شوې ده. دغه راز یاد اصول موږ ته ښیي چې هېوادونه څنګه کولی شي په سوله ییزه توګه ژوند وکړي.
دغه اصول اویا کاله مخکې د چین د صدراعظم ژو این لای لخوا معرفي شوي، چې د هېوادونو ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی، په اړیکو کې متقابل درناوی، د يو بل په کورنيو چارو کې نه لاسوهنه، برابري او ګډې ګټې او سوله ییز ژوند کول شامل و.
د یادونې ده چې په تېرو اوو لسیزو کې، دغه پنځه اصول د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د هېوادونو لخوا په پراخه کچه منل شوي او پېژندل شوي دي او دغه راز د نړیوالو اړیکو بنسټیز معیارونه او د نړیوالو قوانینو بنسټیز اصول ګرځېدلي دي.