د غزې تړانګه – شخړه / مرګ ژوبله
ایډي: 8383155
نېټه: د جون 26/22، 2024
ځای: بېلابېل
موده: یوه دقیقه او دیرش ثانیې
سرچینه: (CCTV) او (CGTN)، یونیفیډ
محدودیتونه: ویډیويي صحنې وګورئ
خپور شوی: 27-06-2024 18:17
وروستی سمون: 2024-06-27 20:21
ویډیويي صحنې
د غزې الشطي مهاجر کمپ – د جون 22، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ بېلابېلې کنډوالې، ګڼ شمېر خلک په کنډوالو تګ او راتګ پر مهال
د غزې تړانګه رفح ښار – د مې 27، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۲ـ بېلابېلې سوځېدلې خېمې په کمپ کې بې ځایه شوي خلک
د غزې تړانګه – د مې 29، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۳ـ د بېلابېلو ماشومانو ويډیويي صحنې
د غزې تړانګه دیر البلاح – د جون 9، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۴ـ د الاقصی شهیدانو روغتون ته بېلابېل امبولانسونه رسېدلي، طبي کارکوونکي ټپي ناروغ لېږدولو پر مهال
د غزې تړانګه – د جون 9، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۵ـ په روغتون کې ټپي ناروغان،ګڼ خلک
۶ـ هغه خلک چې د روغتون څخه بهر آرام کوي
د غزې تړانګه- د می 17، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۷ـ بېلابېلې ویجاړې شوې ودانۍ، په اسمان کې ګڼ لوګي
د غزې تړانګه د رفح ښار – د می 6، 2024 (CGTN)
۸ـ اسراییلي ټانکونه ګڼ شمېر ټانکونه د یو ځای کېدلو پر مهال
۹ـ د لوګي بېلابېلې صحنې
بشپړ خبر
د غزې روغتیایي چارواکو پرون چهارشنبې راپور ورکړ چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو د روانو بریدونو له امله د فلسطینیانو د مړینې کچه ۳۷۷۱۸ ته لوړه شوې.
په راپور کې زیاته شوې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې ۶۰ فلسطینیان وژل شوي او ۱۴۰ نور ټپیان شوي دي. د یاد راپور له مخې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر میاشتې له پیل راهیسې د فلسطینیانو او اسراییلو ترمنځ جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۷۷۱۸ او د ټپیانو شمېر ۸۶۳۷۷ ته رسېدلی دی
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې د غزې ټوله سیمه د خوراکي توکو د کمښت له لوړ خطر سره مخ ده.
د دغه سازمان نوي راپور ښودلې، چې له هرو پنځو کسانو څخه یو یې ممکن په غزه کې د کافي خوړو له کمښت سره مخ وي، کوم چې خورا جدي او خواشنوونکی حالت دی.
د آی پي سي (IPC) نړیوال نوښت د راپور له مخې، په غزه کې شاوخوا ۴۵۹۰۰۰ کسان چې د نفوس ۲۲ سلنه جوړوي کافي خواړه نه لري په داسې حال کې چې د ټول نفوس نږدې (۹۶ سلنه) د خوراکي توکو د نه لرو او یا له دې څخه په لوړ ناورین کې ښکېل سره مخ دي.
د یادونې ده چې دا وضعیت د فلسطینیانو او اسراییلو ترمنځ د روانې جګړې او غزې ته د بشري مرستو پر کاروانونو د بندیزونو له امله رامنځته شوی دی.
همدارنګه په غزه کې جګړې په ښوونیز او روزنیز بهیر او بنسټونو سخت زیانمن ګوزار کړی دی، چې زیاتره ښوونځي ویجاړ شوي او ډېری ښوونکي او زده کوونکي ټپیان شوي او یا د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د رسنیو دفتر له خوا په یو خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د جون تر ۱۷ نېټې پورې، د جګړې په پایله کې ۱۱۰ ښوونځي او پوهنتونونه ویجاړ شوي او ۳۲۱ ښوونځي او پوهنتونونه په جزوي توګه زیانمن شوي دي چې له کبله یې جګړې تر لسو زرو زیاتو زده کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.