د ملګرو ملتونو – ایران تړون / د چین استازی
ایډي: 8382904
نېټه: د جون 24، 2024
ځای: بېلابېل
موده: ۵۰ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: ویډیويي صحنې وګورئ
خپور شوی: 2024-06-26 01:45
وروستی سمون: 2024-06-26 03:34
ویډيویي صحنې
متحده ایالات نیویارک ښار – نېټه معلومه نه ده (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر، ودانۍ، سیند
د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر، نیویارک ښار – نیټه نامعلومه ده (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۲ـ د ملګرو ملتونو بیرغ
۳ـ د ملګرو ملتونو لوګو
د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر، نیویارک ښار – د جون 24، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۴ـ کنفرانس روان ده
۵ـ په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازې فو کانګ په غونډه کې د وينا پر مهال
۶ـ بېلابېل کنفرانسونه روان دي
۷ـ د ایران د ملي بیرغ، د کوڅو صحنې
۸ـ د کوڅې په اوږدو کې ترافیک، د ایران ملي بیرغ
بشپړ خبر
د راپورونو له مخې، په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي د دوشنبې په ورځ له امريکا وغوښتل چې د برجام یا د ایران له اټومي تړون سره (JCPOA) یو ځای شي او د دغه پلان د ژر تر ژره راستنېدو لپاره مناسب شرايط برابر کړي.
نوموړي استازي دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د اټومي مسئلې په اړه د بحث پر مهال وکړې.
د یادونې وړ ده چې متحده ایالات د ۲۰۱۸کال په مې کې له یادې هستوي هوکړې ووتله.
د چین استازي د دې موافقې پر اهمیت ټینګار وکړ چې یاده هوکړه د څو اړخیزې ډیپلوماسۍ یوه لویه لاسته راوړنه ده چې د امنیت شورا لخوا تایید شوې هم ده.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه، چې امریکا په یو اړخیزه توګه له برجام څخه وتلې او پر ایران یې سخت فشارونه اچولي چې له امله یې د ایران اټومي کړکېچ تر اوسه پورې لاینحل پاتې دی.
نوموړي استازي له متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې مسؤلیت په غاړه واخلي، ښه نیت وښيي، او رغنده لارې ته د راګرځېدو لپاره کوټلي ګامونه اوچت کړي.
هغه دغه راز وویل، چې چين به له ټولو خواوو سره د دغه پلان د ژر تر ژره عملي کېدو، او د ايران د ذروي مسئلې د سياسي حل، د نړيوالو اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون د خوندیتوب او په منځني ختيځ کې د سولې او ثبات لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړي.