ای ډي: 8381999
نیټه: د جون 18، 2024
ځای: د کوریا د خلکو دیموکراتیک جمهوریت
موده: یوه دقیقه او شل ثانیې
سرچینه: (CCTV)او(CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-06-19 06:45
وروستی سمون: 2024-06-19 07:15
ویډيويي صحنې
د کوریا د خلکو دیموکراتیک جمهوریت پیونګ یانګ DPRK – د جون 18، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د روسیې او کوریا بیرغونه
۲ـ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین انځور، ګڼ بیرغونه
کوریا پیونګ یانګ – د اپریل 9، 2020 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۳ـ د کوریا ملي بیرغ
کوریا پیونګ یانګ – د اپریل 11، 2019 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۴ـ د بریا آرچ نومې ځای، د کوریا د دیموکراتیک جمهوریت ملي بیرغ (DPRK)، د کوریا د کارګرانو ګوند بیرغونه (WPK)
۵ـ د کیم ایل سونګ چوک کې دولتي ودانۍ
کوریا پیونګ یانګ – د اپریل 9، 2020 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۶ـ د کیم ال سونګ په چوک کې د خلکو د مطالعې لوی تالار
پیونګ یانګ، د اپریل 9، 2020 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۷ـ ګڼ شمیر ترافیک
مسکو – د می 9، 2018 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۸ـ په سیند کې کښتۍ د تیریدلو پر مهال، ترافیک
۹ـ کرملین، ترافیک
مسکو – د اپریل 20، 2022 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱۰ـ په پل باندې ترافیک
۱۱ـ پل
مسکو – مارچ 2023 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱۲ـ په کریملین کې ګڼې ودانۍ
مسکو – 2021 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱۳ـ ترافیک
بشپړ خبر
د کوريا رسمي خبري اژانس (KCNA) د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د ديموکراتيکې کوريا د دولتي چارو د رئيس کيم جونګ اون په بلنه به د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د جون له ١٨مې نېټې څخه تر ١٩مې نېټې پورې د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت (DPRK) ته رسمي سفر وکړي.
په پلازمینه پیونګ یانګ کې سړکونه د پوتین په انځورونو او د روسیې او شمالي کوریا په بیرغونو ښکلي شوي دي.
پیونګ یانګ ته دا دوه ورځنی سفر په تیرو ۲۴ کلونو کې د ولسمشر پوتین لومړی سفر دی. د پوتین مخکینی سفر د ۲۰۰۰ کال د جولای په میاشت کې شوی و.
د ویلو وړ ده چې کيم جونګ اون د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په میاشت کې د پوتین په بلنه روسیې ته رسمي سفر وکړ او پوتین ته هم بلنه ورکړ شوه چې شمالي کوریا ته سفر وکړي.
د شمالي کوریا د رسمي ورځپاڼې رودونګ سینمون لخوا په خپره شوې مقاله کې پوتین ویلي چې روسیه او ديموکراتیک جمهوریت به په خپلو ګډو هڅو سره دوه اړخیزې همکارۍ لوړې کچې ته ورسوي او دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل او مساوي همکارۍ پراختیا کې رغنده مرسته وکړي.
په ورته مهال کې پوتین ویلي، چې روسیه به په دوامداره توګه د ډیموکراتیک جمهوریت د خپلواکۍ، حاکمیت او د خپلواکۍ لاره غوره کولو حقونو څخه د دفاع لپاره د مبارزې ملاتړ وکړي.
نوموړي هم د متحده ایالاتو لخوا لګول شوي بندیزونه وغندل او زیاته یې کړه چې دا د دوه ګوني معیارونو پراساس د نړۍ په کچه د نوي استعماري دیکتاتورۍ پرته بل څه نه دي.