روسیه/اوکراین کړکېچ/تازه
ایډي: 8381615
نېټه: د جون 15، 2024
ځای: روسیه- اوکراین
موده: یوه دقیقه او اته څلوېښت ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-06-16 20:13
وروستی سمون: 2024-06-16 20:17
ویډیويي صحنې
ځای نامعلوم ده – د جون په 15، 2024 خپور شو (د روسیې د دفاع وزارت) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ ګڼ شمېر سرتیري د عملیاتو پر مهال
۲ـ د توپونو بېلابېلې مرمۍ توغول کېږي
۳ـ هدف د نښه کولو پر مهال
۴ـ د توپونو بېلابېل مرمۍ توغول کېږي
۵ـ هدف په نښه کېږي
۶ـ په جنګي الوتکه کې ګڼ پیلوټان، جنګي الوتکې د پرواز او هدفونو ویشتلو پر مهال
مسکو، روسیه – دسمبر 2015 (CCTV)
۷ـ د روسیې د دفاع وزارت ودانۍ
۸ـ د روسیې ملي بیرغ
مسکو – د اپرېل 20، 2022 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۹ـ په پل باندې ترافیک، ودانۍ
مسکو – د جون 24، 2016 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱۰ـ په سیند کې کښتۍ، کرملېن
اوکراین کیف – د مارچ 29، 2019 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱۱ـ د اوکراین ملي بیرغ
اوکراین کیف – د دسمبر 10، 2018 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱۲ـ د اوکراین د پارلمان ګڼې ودانۍ؛ د اوکراین ملي بیرغ
اوکراین کیف – د می 18، 2017 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱۳ـ د ښار بېلابېلې برخې؛ ترافیک
اوکراین کیف – نېټه معلومه نه ده (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱۴ـ ودانۍ
بشپړ خبر
روسي پوځ د شنبې په ورځ ادعا وکړه چې د دوی ځواکونو تېره ورځ ۵۴ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې ویشتلې او دغه راز یې د هیمارس سیستم (HIMARS) څو راکټونه هم شنډ کړي دي. په همدې حال کې اوکراین ویلي چې پوځیانو یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له روسي ځواکونو سره په ۷۴ مخامخ نښتو کې برخه اخیستې ده.
په ورته وخت کې د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې تېره ورځ یې ځواکونو له څو لورو د اوکراین بریدونه په شا تمبولي او ګڼ بریدونه یې کړي، چې په پایله کې د اوکراین جنګي تجهیزات لکه ټانکونه، زغروال موټر او توپخانې یې له منځه وړې دي.
په همدې حال کې د اوکراین د وسله والو ځواکونو جګپوړي غړي د شنبې په ورځ ناوخته خبر ورکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په لومړۍ کرښه کې له دښمن سره ۷۴ نښتې شوې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې روسي ځواکونو له څو خواو د اوکرین په ډېری سیمو هوايي بریدونو ته دوام ورکړی دی.
د راپورونو له مخې د پوکروفسک په سیمه کې، چېرې چې جګړه خورا شدیده وه، اوکرایني ځواکونو د روسیې ۲۹ بریدونه دفع کړي. او د سیمې په ډېرو برخو کې لا هم جګړه روانه ده.








