د چین بهرنیو چارو وزیر -خبرتیا/ترکیه
ایډي: 8381441
نېټه: د جون 14، 2024
ځای: بېجینګ
موده: ۴۹ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-06-14 03:15
وروستی سمون: 2024-06-15 05:03
ویډیويي صحنې
چین بېجینګ – د جون 14، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ بېلابېلې مطبوعاتي خبرتیاوې روانې دي، خبریالان
۲ـ د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان وويل
۳ـ بېلابېل خبریالان
بشپړ خبر
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د جمعې په ورځ خبر ورکړ، چې د ترکيې لخوا د چينايي برښنایي موټرو پر وارداتو د اضافي تعرفو د لګولو پرېکړه د د سوداګرۍ نړیوال سازمان (WTO)له اصولو سرغړونه ده او د دوه اړخيزو اړيکو د مثبت تمايل خلاف چاره هم ده.
لين جيان دغه څرګندونې په بېجينګ کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې د چين د سوداګرۍ وزارت د يوې اعلاميې په ځواب کې وکړې چې په همدې ورځ يې د ترکيې لخوا د چين پر تېلو او هايبرډ مسافر وړونکو موټرونو باندې د ۴۰ سلنه تعرفو په لګولو باندې نيوکه وکړه.
نوموړی وايي، په دې وروستيو کلونو کې د چين او ترکيې ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ په چټکۍ سره پرمختګ کړی او په بېلا بېلو ساحو کې عملي همکارۍ ژورې شوې دي چې د ترکيې له اقتصادي او ټولنيز پرمختګ سره يې مرسته کړې او دغه راز یې د دواړو هېوادونو خلکو ته د پام وړ ګټې رسولې دي.








