د چین بهرنیو چارو وزیر خبرتیا/ د اوکراین کړکېچ
ایډي: 8381458
نېټه: د جون 14، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او اووه ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-06-15 08:58
وروستی سمون: 2024-06-15 09:02
ويډيويي صحنې
چین بېجینګ – د جون 14، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ مطبوعاتي خبرتیا روانه ده
۲ـ ګڼ خبریالان
۳ـ د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند لين جيان
۴ـ ګڼ شمېر خبریالان
بشپړ خبر
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د جمعې په ورځ ویلي، چې بېجینګ د اوکراين د کړکېچ د سوله ييز حل لپاره د هر ډول هڅو هرکلی او ملاتړ کوي.
نوموړي دغه څرګندونې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې چې د اوکراين د سولې د سرمشريزې په اړه چې د جون له ١٥مې نېټې څخه تر ١٦مې نېټې پورې په سويس کې تر سره کېږي، د رسنيو د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.
هغه دغه راز وايي، چين د سولې لپاره د ټولو هڅو هرکلی او ملاتړ کوي. په سویس کې د اوکراین د سولې د سرمشریزې په اړه زموږ دریځ عادلانه او روښانه دی. نوموړی زیاته وي چې د سویس، اوکراین او نورو ښکېلو خواوو سره په اړیکه کې دي. د سرمشریزې اړوند مسئلو په اړه نورې خواوې او په کې د ټولو پلانونو مساوي ګډون او عادلانه بحث هڅوو.
ویاند د خپلو خبرو په دوام سره وویل، د چين او برازيل ترمنځ د اوکراین د کړکېچ د حل په طرح څه دپاسه له سلو زیاتو هېوادونو څخه مثبت ځوابونه تر لاسه شوي دي، دا د نړيوالې تمې ښکارندویي کوي او د دې مسئلې په اړه د نړۍ د هېوادونو د پراخې ګډې زمينې استازيتوب هم کوي. موږ د لا زياتو هېوادونو هرکلی کوو چې د دغو هوکړو ملاتړ وکړي.








