چهارشنبه, مې 6, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

چین په دوبۍ کې د ډرګېن‌بوټ فسټیوال معرفي کړ

STR NEWS by STR NEWS
جون 11, 2024
3 0
0
چین په دوبۍ کې د ډرګېن‌بوټ فسټیوال معرفي کړ
4
SHARES
16
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8380824.webm

د متحده عربي امارات، د ډرېګن بوټ فسټیوال / سي ام جي

ای‌ډي: 8380824

نېټه: د جون 7-8، 2024

ځای: متحده عربي امارات

موده: یوه دقیقه او دولس ثانیې

سرچینه: (CGTN)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-06-11 04:36

وروستی سمون: 2024-06-11 05:12

ويډيويي صحنې

متحده عربي امارات دوبۍ – د جون 8-9، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۱ـ د دوبۍ په چینا مارکېټ کې  د نمانځنې لپاره بېلابېل فعالیتونه ترسره کېږي

۲ـ غږ (انګلیسي) د سویلي افریقا یو تن ګرځندوی پرګی نایدو، د درېېمې صحنې  سره پای ته رسېږي.

۳ـ د ښځو لخوا د کاغذ پرې کولو بېلا بېل فعالیتونه

۴ـ د کاغذ پرې کولو ځای، ګڼ خلک

۵ـ غږ (چینایي په انګلیسي ژبه ویل شوې ده) په دوبۍ کې چینایي تبعه جیانګ شیاوشان

۶ـ بېلابېل، سکرین د ترویج ویډیو انځورنه ښیي

۷ـ په نندارتون کې د CMG ګڼ کلتوري، تخلیقي محصولات

بشپړ خبر

د چين میډیا ګروپ روانه اونۍ د شنبې څخه تر دوشنبې پورې د دوبۍ په چینا ټاون بازار کې د ځانګړې غونډې په ترسره کولو سره یاد ښار ته د ډرګېن‌بوټ فسټيوال معرفي کړ.

د ډرګېن‌بوټ فسټیوال چې په دودیز ډول د چینایي سپوږمیز کال د پنځمې میاشتې په پنځمه ورځ نمانځل کېږي. سږ هم د دوشنبې په ورځ ونمانځل شو.

د چین میډیا ګروپ په یاد بازار کې په دې تړاو ځانګړې ننداره ترسره کړه. دغه فسټیوال چې نوم یې «د ډرګېن‌بوټ فسټیوال کلتور تجربه کړئ» نومېده پکې زیات تخلیقي او کلتوري محصولات نندارې ته وړاندې شول، ځانګړې ډالۍ، بکسونه، ډرگېن پلېټونه او د چین میډیا ګروپ د ودانیو بلاکونه چې کوچني کوچني جوړ شوي و.

د سویلي افریقا څخه راغلې سیلاني  پریګې نایډو د دې فسټیوال په لیدو متاثره شوې وه. هغې وویل: ما دا په تلویزیونونو کې لیدلي و، مګر دا زما لومړی ځل دی چې سر په سترګو دومره ښکلی، جالب او لوی څه وینم. نوموړې  د کاغذ د پرې کولو  سره خپله علاقه څرګنده کړه، په ځانګړې توګه هغه تخنیک ته یې اشاره وکړه چېرې چې هنرمندان د کاغذ د یوې ټوټې په پرې کولو سره پېچلي ډیزاینونه رامنځته کوي پرته له دې چې مخکې له مخکې نقشه جوړه کړي. هغه وایي دا زما لپاره خورا اغېزناکه چاره وه.

یو بل سیلاني جیانګ شیاوشان، چې د چین ښاروند دی مګر په دوبۍ کې ژوند کوي وایي، ما یو بوک مارک یا نښه ترلاسه کړه چې په هغه کې د چین کلمه لیکل شوې، دغه راز د کاغذ عکس او یوه کوچنۍ کڅوړه چې ښه بوی لري، که څه هم موږ له هېواد بهر یو خو دغه څه موږ ته داسې احساس راکړ لکه چې موږ یاد فسټیوال په خپل هېواد کې نمانځو . په دې سره هغه د خپل هېواد سره خپله مینه څرګنده کړه.

په یاد فسټیوال کې د چين او متحده عربي اماراتو ترمنځ د کلتوري تبادلې د لا پياوړتيا لپاره  په عربي او انګليسي ژبو د چین مېډیا ګروپ CMG پروګرامونه هم خپاره شول.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

ننګرهار کې د راستنېدونکو لپاره نوی استوګنیز ښارګوټی پرانیستل شو
ابادي او بیارغونه

ننګرهار کې د راستنېدونکو لپاره نوی استوګنیز ښارګوټی پرانیستل شو

مې 6, 2026
یونیسف: تیر کال مو ۶۱۰ زره خوارځواکه ماشومانو ته درملنیز خواړه وېشلي دي
د ټولنې هنداره

یونیسف: تیر کال مو ۶۱۰ زره خوارځواکه ماشومانو ته درملنیز خواړه وېشلي دي

مې 6, 2026
اېچ ار سي پي: له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ستنولو بهیر غیرانساني دی
وروستی خبرونه

اېچ ار سي پي: له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ستنولو بهیر غیرانساني دی

مې 6, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

پوهنه
په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

د ټولنې هنداره
د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

اقتصاد او سوداګري
د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved