ایډي: 8380535
نېټه: د جون 2، 2024
ځای: چین چونګ چینګ
موده: یوه دقیقه او اته ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايی وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-06-09 02:39
وروستی سمون: 2024-06-09 05:42
ويډیويي صحنې
جنوب لوېديځ چين د چونګ چينګ ښاروالۍ د تونګ ليانګ ولسوالۍ،- د جون 2، 2024 (CCTV) د چینايی وګړو لپاره نه دده
۱ـ د اوبو د ښامار نڅا بېلابېل فعالیتونه روان دي، خلک په لوبغاړو اوبه ویشي
بشپړ خبر
د چين د چونګ چينګ ښاروالۍ په جنوب لوېديځ کې د انجو په لرغوني ښارګوټي کې د اوبو د ښامار نڅا د ځايي اوسېدونکو او سيلانيانو د پام وړ ګرځېدلې ده.
یاده دې وي چې دغه دودیزه ننداره د هغه دود یوه برخه ده چې د کلتوري میراث په نوم یادېږي. یاده دودیزه نڅا د ځایي خلکو لخوا د راتلونکي فسټیوال یا د ډرېګن بوټ فسټیوال لپاره د نمانځنې یوه برخه ده ، کوم چې د روان کال د جون په ۱۰مه نېټه ترسره کېږي چې د چین د سپوږمیز کال د پنځمې میاشتې له پنځمې نېټې سره سمون خوري.
د ویلو ده چې دغه نڅا د عامو نڅاوو څخه توپیر لري د اوبو د ډریگن یا ښامار په دې ځانګړي نڅا کې، ۱۰ لوبغاړي د کوڅو په اوږدو کې یو اوږد، انعطاف وړ ښامار ته ورته پلاستیکي بالون لېږدوي پداسې حال کې چې لیدونکي په دوی باندې اوبه تویوي.
داسې انګېرل کېږي چې ښامار باندې د اوبو تویول د چین په دودیز کلتور کې ښه بخت راوړي، له همدې امله نندارچیان او لیدونکي دواړه د دوی د جامو په لوندېدو سره خپله خوښي ښیي، سره له دې چې جامې يې لوندېږي هم.








