چهارشنبه, مې 6, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

ممکن په سوډان کې د بې ځایه شویو کسانو شمېر له ۱۰ میلیونو څخه واوړي

STR NEWS by STR NEWS
جون 8, 2024
4 0
0
ممکن په سوډان کې د بې ځایه شویو کسانو شمېر له ۱۰ میلیونو څخه واوړي
5
SHARES
21
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8380484.webm

سوډان – شخړه / بې ځایه شوی نفوس

ای‌ډي: 8380484

نېټه: د جون 6، 2024

ځای: سوډان

موده: یوه دقیقه او څلورویشت ثانيې

سرچینه: (CCTV)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده / العربیه تلویزیون / منځني ختیځ نشراتي مرکزو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-06-08 11:31

وروستی سمون: 2024-06-08 14:53

ویډیويي صحنې

سوډان خرطوم – د جولای 5، 2023 (CCTV)د چینايي وګړو لپاره نه ده

۱ـ د شخړو له ساحې څخه بېلابېل لوګي پورته کېږي

سوډان – نېټه نامعلومه (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۲ـ بېلابېل کورونه؛ د سګرټ څکولو صحنه

سوډان د لویې پلازمېنې سیمه، – 2023 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۳ـ له هوا څخه د بسونو، پیاده لارویانو، او ګڼو باروړونکو لاریو کې د وسله والو پرسونل

۴ـ ګڼ وسایط چې وسله وال پرسونل لېږدوي

سوډان – نېټه نامعلومه (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۵ـ ډېری خلک چې د خوړو ترلاسه کولو لپاره په کتار کې انتظار باسي

۶ـ د کلینیک بهر ولاړ ګڼ خلک، طبي کارکوونکي

۷ـ د بېلابېلو خېمو، بې ځایه شوي خلک

۸ـ ګڼ شمېر ناروغان روغتون ته د انتقالولو پر مهال

۹ـ په روغتون کې ګڼ شمېر خلک

۱۰ـ د روغتون په خونه کې ګڼ ناروغان

۱۱ـ هغه کارکوونکي چې په درملتون کې د کار کولو پر مهال لیدل کېږي

۱۲ـ یوه ښځه چې ماشوم یې نیولې او د درملتون د کارکوونکي سره په خبرو کولو بوخته ده

بشپړ خبر

د کډوالۍ نړیوالې ادارې یا ای او اېم (IOM) د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړی چې په سوډان کې د جګړو له امله د بې ځایه شویو کسانو شمېر به ډېر ژر له ۱۰ میلیونو څخه واوړي.

دې سازمان په دې اونۍ کې د سوډان په ټولو ۱۸ ایالتونو کې ۹.۹ میلیونه داخلي بې ځایه شوي خلک ثبت کړي.

د ای او اېم (IOM)  په وینا، د ټولو داخلي بې ځایه شویو خلکو نیمایي څخه زیاتې ښځې او نجونې دي، او د دوی څلورمه برخه یې د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان دي.

د یاد سازمان په وینا، په ټولیز ډول په سوډان کې شاوخوا ۱۲ میلیونه وګړي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي، او دغه راز څه باندې دوه میلیونه ګاونډیو هېوادونو لکه چاد، سویلي سوډان او مصر کې پناه اخیستې ده.

اوس مهال یاد هېواد د کډوالو مخ پر زیاتېدونکی ناورین، د سختې قحطۍ او د ساري ناروغیو د خپرېدو له جدي ګواښ سره مخ دی.

په ورته وخت کې د IOM عمومي مشرې ایمي پوپ ویلي، چې په سوډان کې د بېړنیو او پام وړ بشري مرستو سره سره، د اړتیا وړ بودجې له مخې یوازې ۱۹ سلنه چمتو شوې. هغې په دې هېواد کې د نږدې قحطۍ مخنیوي لپاره د متحد نړیوال اقدام غوښتنه وکړه.

د سرچینو په وینا په الفشر ټاون کې  روغتون  چې هلته یوازینی فعال روغتیایي مرکز دی په دې اونۍ کې د درې ځله بمبارۍ وروسته د تړل کېدو سره مخ شوی دی.

د مې په ۱۰ مه نېټه د سیمه ییزو جګړو له پیل راهیسې، روغتون چې د بې پولې ډاکټرانو (MSF) لخوا يې ملاتړ کېږي ، د ۱۲۸۰ ټپیانو درملنه کړې، چې ۲۰۳ یې د ټپونو له امله ساه هم ورکړې ده.

د یادونې ده چې په دې هېواد کې وسله واله شخړه د ۲۰۲۳ کال د اپرېل په ۱۵ نېټه په پلازمېنه خرطوم کې د سوډان د وسله والو ځواکونو او نیمه نظامي چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ پیل شوه او وروسته په ټول هېواد کې په بشري ناورین واوښته.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

ننګرهار کې د راستنېدونکو لپاره نوی استوګنیز ښارګوټی پرانیستل شو
ابادي او بیارغونه

ننګرهار کې د راستنېدونکو لپاره نوی استوګنیز ښارګوټی پرانیستل شو

مې 6, 2026
یونیسف: تیر کال مو ۶۱۰ زره خوارځواکه ماشومانو ته درملنیز خواړه وېشلي دي
د ټولنې هنداره

یونیسف: تیر کال مو ۶۱۰ زره خوارځواکه ماشومانو ته درملنیز خواړه وېشلي دي

مې 6, 2026
اېچ ار سي پي: له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ستنولو بهیر غیرانساني دی
وروستی خبرونه

اېچ ار سي پي: له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ستنولو بهیر غیرانساني دی

مې 6, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

پوهنه
په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

د ټولنې هنداره
د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

اقتصاد او سوداګري
د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved