چین-قرغزستان/ازبکستان/ اورګاډي پټلۍ
ای ډي: 8380324
نېټه: د جون 6، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او شپږ پنځوس ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-07-06 09:21
وروستی سمون: 2024-07-06 20:42
ویډيويي صحنې
چین بیجینګ – د جون 6، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د چين ولسمشر شي جين پينګ د چين، قرغزستان او ازبکستان ترمنځ د اورګاډي د پروژې په اړه د بين الحکومتي تړون د لاسليکولو د مبارکۍ ويډيويي پيغام خپور کړ.
۲ـ د شي د وینا کولو بېلابېلې صحنې
۳ـ ولسمشر شي د بېلابېلو ویډیويي پیغامونو وړاندې کولو پر مهال، ګډونوال
۴ـ د قرغزستان د ولسمشر سیدر جاپاروف بېلابېل ویډیويي پیغامونه، ګډونوال
۵ـ د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف ګڼ ویډیويي پیغامونه، ګډونوال
چین – دقیق ځای او نیټه نامعلومه ده (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۶ـ له هوا څخه د ښار د بېلابېلو برخو ویډيويي صحنې
۷ـ بار وړونکي اورګاډي د چلولو پر مهال
قرغزستان بشکیک – نیټه نامعلومه (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۸ـ په الا تو چوک کې ودانۍ
۹ـ ترافیک
۱۰ـ د قرغزستان ملي بیرغ
ازبکستان تاشکند – نیټه معلومه نه ده (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱۱ـ د نړیوالو فورمونو ماڼۍ
۱۲ـ ترافیک
۱۳ـ د تاشکند د خپلواکۍ چوک
بشپړ خبر
د چين ولسمشر شي جين پينګ، د قرغزستان له ولسمشر سيدير جاپاروف او د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضایف سره د پنجشنبې په ورځ په بېجينګ کې د چين، قرغزستان، ازبکستان د اورګاډي د پټلۍ د پروژې په اړه د بين الحکومتي تړون د لاسليکولو په اړه د ويډيويي کنفرانس له لارې یو بل ته مبارکي وويله.
په دې خبرو کې شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې د اورګاډي پټلۍ د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ د نښلولو ستراتيژيکه پروژه ده او دغه راز د کمربند او لار د نوښت په چوکاټ کې د درېيو هېوادونو د همکاريو يوه مهمه پروژه هم ده.
هغه یادونه وکړه، چې د بين الحکومتي تړون لاسليک کول به د پروژې د جوړولو لپاره قوي قانوني بنسټ برابر کړي، همدارنګه دا د اورګاډي پټلۍ د ليږد نظر په واقعیت بدلوي. او نړۍ ته به د درې واړو هېوادونو د همکاريو د پياوړتيا او ټينګ هوډ څرګندونه وکړي چې دا هېوادونه څومره هوډ لري چې یوځای کار وکړي او هم وده وکړي.
نوموړي ویلي، چې چين چمتو دی چې له قرغزستان او ازبکستان سره په ګډه د دې پروژې د پيلولو او د دغه ستراتيژيک دهليز د جوړولو لپاره ژر تر ژره د درېيو هېوادونو او د هغوی د خلکو د ګټې او د سيمې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د پياوړتيا لپاره ګډ کار وکړي.
په ورته وخت کې د قرغزستان ولسمشر سيدير جاپاروف ویلي، چې د اورګاډي پټلۍ د کمربند او لار د نوښت د جوړولو په برخه کې د درېيو هېوادونو تر منځ يوه لويه پروژه ده. هغه ویلي، چې کله دا پروژه بشپړه شي، دا به د آسیا اروپا او د خلیج هېوادونو سره د نښلولو نوې ټرانسپورتي لاره وي، چې د دې لارې په اوږدو کې به د سیمې او په ټوله کې د اړوندو هېوادونو ترمنځ د نښلولو او د اقتصادي او سوداګریزو تبادلو د پیاوړتیا لپاره خورا مهمه لاره وبلل شي.
ښاغلي جاپاروف هیله لري چې د اورګاډي پټلۍ به ډېر ژر بشپړه شي چې د سیمې د ګډ پرمختګ او د ټولو هېوادونو د خلکو د هوساینې لپاره ښه ژوند برابر کړي.
د یادونې ده چې په یاده خبرو اترو کې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضایف هم وویل چې د لاسلیک مراسم تاریخي اهمیت لري او د سیمه ییز اتصال په برخه کې یو مهم ګام دی.
هغه وويل، د اورګاډي پټلۍ به د چين او منځنۍ اسيا د هېوادونو تر منځ تر ټولو لنډه ځمکنۍ لار شي او د جنوبي اسيا او منځني ختيځ هېوادونو لوی بازارونه به پرانيزي.
نوموړی وايي، چې دا به له چين سره د همکارۍ د لا پراختيا او د سيمې د هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو د ټينګېدو او د ټولو هېوادونو اوږدمهاله ګټو ته غوره او رغنده خدمت وکړي.








