سه شنبه, اکتوبر 6, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

م.م: د غزې له جبالیه کمپ مو وحشیانه خبرونه ترلاسه کړي دي

STR NEWS by STR NEWS
جون 1, 2024
4 0
0
م.م: د غزې له جبالیه کمپ مو وحشیانه خبرونه ترلاسه کړي دي
6
SHARES
24
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8379503.webm

د غزې تړانګه – شخړه / مرګ ژوبله

ای‌ډي: 8379503

نېټه: د مې 12/27/31، 2024

ځای: چین

موده: یوه دقیقه او ۳۵ ثانیې

سرچینه: (CGTN)

محدودیتونه: ويډيويي صحنې وګورئ

خپور شوی: 2024-06-1 18:08

وروستی سمون: 2024-06-1 20:38

ويډیويي صحنې

د غزې تړانګه د غزې ښار د الدراج ګاونډ- وروستی (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۱ـ ګڼې ویجاړې شوې ودانۍ، کثافات

د غزې تړانګه، رفح، د مې 27، 2024

۲ـ د سوځول شږې ګڼې خېمې؛ په سیمه کې بې ځایه شوي خلک

۳ـ خلک هغه څه راټولوي چې پاتې  شوني دي

۴ـ په سیمه کې بې ځایه شوي خلک

د غزې تړانګه ، رفح، د مې 27، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۵ـ د سوځولو بېلابېل توکي؛ په سیمه کې ګڼ بې ځایه شوي خلک

د غزې تړانګه، رفح د مې 27، 2024 (د چینايي وګړو لپاره نه ده

۶ـ د نړیوال طبي قول اردو روغتون (IMC) په ساحوي روغتون کې ګڼ خلک

د غزې تړانګه د غزې ښار د الدراج ګاونډ- وروستی (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۷ـ د الدراج ګڼ ښوونځي، د فلسطیني کډوالو لپاره پناه ځای

۸- ګڼ شمېر کډوال

غزې تړانګه شمالي جبالیه – د می 12، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۹ـ ډېری خلک له سیمې څخه د تښتېدو پر مهال، ګڼ بې ځایه شوي د موټر له سامانونو سره

بشپړ خبر

په غزه کې روغتیایي چارواکو د جمعې په ورځ په خپره شوې خبر پاڼه کې وویل چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو د روانو بریدونو له امله د فلسطینیانو د مړینې شمېر ۳۶۲۸۴ ته رسېدلی دی.

د خبر پاڼې له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اسرائیلي ځواکونو ۶۰ فلسطینیان وژلي او ۲۸۰ نور یې ټپیان کړي دي، چې په دې سره د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د فلسطینیانو او اسرائیلو تر منځ د جګړې له پیل راهیسې د ټپیانو شمېر ۸۲،۰۵۷ ته ورسېد.

په ورته وخت کې فلسطیني ټلویزیون د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې اسراییلي پوځ د غزې په شمال کې د جبالیه ښار د کډوالو له کمپ څخه د شاوخوا درې اونیو پوځي عملیاتو وروسته وتلی دی.

په همدې ورځ د غزې د ملکي دفاع ادارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د اسرائيلي پوځ لخوا د مرکزي بازار په ګډون د کډوالو په کمپ کې زياتره سيمه ييز بنسټونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي.

ژغورونکو ډلو له هغه ځایه چې اسرائیلي پوځ وتلی دی په سیمه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون زیات شمېر جسدونه موندلي په داسې حال کې چې د ورک شویو کسانو د لټون او ژغورنې کار په سیمه کې اوس هم دوام لري.

بل خوا د اسرائیلو دفاعي ځواکونو ویلي چې د ۹۸مې فرقې ځواکونو په ختیځ جبالیه ښار کې خپل ماموریت پای ته ورساوه. اسرائيلي پوځ ادعا کوي چې د یاد ماموریت پر مهال یې اووه یرغمل شوي وژغورل، او دغه راز یې سلګونه ترهګر له منځه یوړل، او د تونل لس کیلومتره شبکه یې هم ویجاړه کړه. دوی یادونه وکړه چې اسرائيلي پوځ اوس په غزه کې د نورو عملیاتو لپاره تیاری نیسي.

په همدې ورځ په غزه کې د حماس رسنيز دفتر په جباليه کمپ باندې د بريد په ترڅ کې د اسراييلي پوځ دا پاليسي وغندله چې د استوګنې بلاکونه يې ويجاړ او ګڼ شمېر فلسطينيان يې بې کوره کړل.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویې ادارې د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې دوی په جبالیه ښار کې د دوی له تاسیساتو څخه “وحشیانه راپورونه” ترلاسه کړي. د خبرونو له مخې د ماشومانو په ګډون بې ځایه شوي خلک په ښوونځي کې د پناه اخیستو پرمهال وژل او یا هم ټپیان شوي دي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

د عمران خان زرګونه پلویانو د اسلام اباد پر لاریون پیل کړی
وروستی خبرونه

د عمران خان زرګونه پلویانو د اسلام اباد پر لاریون پیل کړی

اکتوبر 5, 2026
انتونیو ګوترېش په درې ورځني سفر پاکستان ته ځي
وروستی خبرونه

انتونیو ګوترېش په درې ورځني سفر پاکستان ته ځي

اکتوبر 5, 2026
یوناما د افغانستان له ښوونکو مننه کړې ده
وروستی خبرونه

یوناما د افغانستان له ښوونکو مننه کړې ده

اکتوبر 5, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د ټولنې هنداره
په افغانستان کې د ۴جي انټرنېټ کاروونکي ۱۰ میلیونو ته ورسېدل

په افغانستان کې د ۴جي انټرنېټ کاروونکي ۱۰ میلیونو ته ورسېدل

ټکنالوژي
د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

ابادي او بیارغونه
تلپاتې ژوند

تلپاتې ژوند

د ټولنې هنداره
د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

پوهنه
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved