د چین-متحده عربي اماراتو ولسمشر / راتګ
ایډي: 8379184
نېټه: د مې 30، 2024
ځای: بېجینګ
موده: یوه دقیقه او درې ثانیې
سرچینه: (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 30-05-2024 12:10
وروستی سمون: 2024-05-30 20:33
ويډيويي صحنې
چین بېجینګ – د مې 29، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د متحده عربي اماراتو له ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره بېلابېلې الوتکې
۲ـ الوتکه د پارکېنګ په ځای کې
۳ـ د شیخ محمد بېلابېلې صحنې د زینو څخه د ښکته کېدو پر مهال، د چارواکو سره د روغبړ کولو پر مهال
۴ـ په هوایي ډګر کې پر موټرسایکل سپاره پولیس
۵ـ د شیخ محمد د سپرلۍ موټر له هوایي ډګر څخه د وتلو پر مهال
بشپړ خبر
د راپورونو له مخې، د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان د چهارشنبې په ورځ په یوه رسمي سفر بېجینګ ته ورسېد.
د ولسمشر شي جين پينګ په بلنه، به شیخ محمد بن زاید آل نهیان د مې تر ۳۱مې نېټې پورې چين ته يو رسمي سفر ولري او د یاد سفر په ترڅ کې به د چين او عربي هېوادونو د همکارۍ فورم د لسمې دورې د وزيرانو په غونډه کې به ګډون هم وکړي.
شیخ محمد په کال۱۹۶۱ کې زېږېدلی، په ۲۰۰۴ کال کې د ابوظبي د اجرایوي شورا رییس شو. له ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې، هغه د ابوظبۍ د ولیعهد په توګه دنده ترسره کړې. د ۲۰۲۲ کال په می میاشت کې، هغه د ابوظبۍ واکمن او د متحده عربي اماراتو ولسمشر شو.
دغه راز نوموړی له چین سره ښه ملګرتیا لري او له چین سره د اړیکو پراختیا ته ډېر اهمیت ورکوي.
د یادونې ده چې هغه د ۱۹۹۰ کال د مې په میاشت کې د متحده عربي اماراتو د لومړي ولسمشر شیخ زاید بن سلطان آل نهیان سره یو ځای چین ته سفر وکړ. هغه د ابوظبۍ د ولیعهد په توګه د ټاکل کېدو راهیسې پنځه ځله چین ته سفر کړی دی. د ۲۰۰۹ کال په اګست د ۲۰۱۲ کال د مارچ د ۲۰۱۵ کال په دسمبر او ۲۰۱۹ کال په جولای او د ۲۰۲۲ په فبروري میاشت کې چین ته یاد سفرونه کړي دي.








