سه شنبه, اکتوبر 6, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

د فلسطین دولت رسمیت؛ هسپانوي وګړو د خپل حکومت د پرېکړې ملاتړ وکړ

STR NEWS by STR NEWS
مې 29, 2024
4 0
0
د فلسطین دولت رسمیت؛ هسپانوي وګړو د خپل حکومت د پرېکړې ملاتړ وکړ
6
SHARES
22
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8379023.webm

د هسپانیه – فلسطین دولت / ملاتړ

ای‌ډي: 8379023

نېټه: د مې 28، 2024

ځای: هسپانیه

موده: یوه دقیقه او لس ثانیې

سرچینه: (CCTV)

محدودیتونه: د چینايي وګړ لپاره نه ده

خپور شوی: 29-05-2024 19:40

وروستی سمون: 29-05-2024 19:44

ويډيويي صحنې

هسپانیه- مادرید – د مې 28، 2024 (CCTV) د چینايي وګړ لپاره نه ده

۱ـ د تګ راتګ بېلابېلې صحنې ترافیک

۲ـ غږ (هسپانوي) ځایي اوسېدونکی (نوم نه دی ورکړل شوی)

موږ د منځني ختیځ د اوسني وضعیت په اړه د رسنیو له لارې پوه شوو چې د غزې تړانګه له جګړې او ویجاړۍ سره مخ ده. دا د زغملو وړ نه ده. د هسپانیې حکومت پرېکړه کولی شي په منځني ختیځ کې د سولې په راوستلو کې مرسته وکړي. زما په اند دا سمه پرېکړه ده.

۳ـ غږ (هسپانوي) ځایي اوسېدونکی (نوم نه دی ورکړل شوی):

زما لپاره دا یوه ډېره ښه پرېکړه ښکاري چې د غزې په تړانګه کې به د سولې په راوستلو کې مرسته وکړي. اسراییل هلته نسل وژنه کوي. دا رسمیت به په اسراییلو فشار راوړي او د جګړې د بندولو لپاره ډېره ښه لار ده.

۴ـ د تګ راتګ بېلابېلې صحنې ترافیک

بشپړ خبر

په پلازمېنه مادرید کې د هسپانوي وګړو د خپل حکومت د هغې پرېکړې ملاتړ وکړ چې فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت پېژني. دوی په دې باور دي چې دا اقدام به د غزې په جګړه ځپلې سیمه کې د سولې په راوستلو کې مرسته وکړي.

د هسپانیې د لومړي وزیر پیدرو سانچیز په مشرۍ د کابینې په غونډه کې تر تصویب وروسته هسپانیې د سې شنبې په ورځ په رسمي ډول یو خپلواک فلسطیني دولت په رسمیت وپېژانده.

د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر جوز مانویل الباریس یوې خبري غونډې ته وویل، «موږ رسمیت پېژندنه ځکه منلې چې دا د فلسطین د خلکو لپاره عادلانه اقدام دی او د اسراییلو د امنیت او په سیمه کې د سولې د تامین لپاره یوازینۍ لار ده.»

د هسپانیې په پلازمېنه مادرید کې مونکلوا نومې ماڼۍ کې تر غونډې مخکې لومړي وزیر سانچیز وویل چې د فلسطین د رسمیت پېژندلو پرېکړه تاریخي ده او موخه یې یوازې د سولې په برخه کې د اسراییلو او فلسطینیانو سره مرسته کول دي.

په مادرید کې یوه ځایي اوسېدونکی وايي، موږ د منځني ختیځ د اوسني وضعیت په اړه له رسنیو خبر شوي یو چې د غزې تړانګه د جګړې او ویجاړۍ سره مخ ده. دا د زغملو وړ نه ده. د هسپانیې پرېکړه کولی شي په منځني ختیځ کې د سولې په راوستلو کې مرسته وکړي. زه فکر کوم چې دا سمه پرېکړه ده.

یو بل اوسېدونکي د هسپانیې د پرېکړې کلک ملاتړ څرګند کړ او دا یې د غزې په تړانګه کې سولې ته د رسېدو لپاره یو مثبت ګام وباله. دوی هغه څه وغندل چې دوی په سیمه کې یې د اسراییلو لخوا نسل وژنه بولي او باور لري چې د فلسطین په رسمېت پېژندل به پر اسراییلو فشار راوړي او د جګړې په پای ته رسولو کې به مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده چې هسپانیه یو له هغو درېیو لوېدیځو اروپایي هېوادونو څخه ده چې د ایرلنډ او ناروې سره یوځای د سې شنبې په ورځ په رسمي توګه د فلسطین دولت په رسمیت وپېژانده، او یو ګډ اقدام یې وټاکه چې په غزه کې د حماس پر وړاندې د جګړې له امله اسراییل منزوي کوي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

د عمران خان زرګونه پلویانو د اسلام اباد پر لاریون پیل کړی
وروستی خبرونه

د عمران خان زرګونه پلویانو د اسلام اباد پر لاریون پیل کړی

اکتوبر 5, 2026
انتونیو ګوترېش په درې ورځني سفر پاکستان ته ځي
وروستی خبرونه

انتونیو ګوترېش په درې ورځني سفر پاکستان ته ځي

اکتوبر 5, 2026
یوناما د افغانستان له ښوونکو مننه کړې ده
وروستی خبرونه

یوناما د افغانستان له ښوونکو مننه کړې ده

اکتوبر 5, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د ټولنې هنداره
په افغانستان کې د ۴جي انټرنېټ کاروونکي ۱۰ میلیونو ته ورسېدل

په افغانستان کې د ۴جي انټرنېټ کاروونکي ۱۰ میلیونو ته ورسېدل

ټکنالوژي
د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

ابادي او بیارغونه
تلپاتې ژوند

تلپاتې ژوند

د ټولنې هنداره
د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

پوهنه
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved