چین-یمن/سوډان/بهرنیو چارو وزیران
ایډي: 8379008
نېټه: د مې 28، 2024
ځای: بېجینګ
موده: یوه دقیقه او دوه ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 29-05-2024 10:44
وروستی سمون: 2024-05-29 10:48
ویډيويي صحنې
چین بېجینګ – د می 28، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د غونډې ځای
۲ـ د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي، د يمن د بهرنيو چارو وزير شيعه محسن الزنداني، سره د روغبړ کولو او انځور اخستلو پر مهال
۳ـ د وانګ یي او الزنداني ترمنځ ناسته روانه ده
۴ـ وانګ یي د سوډان د بهرنیو چارو وزیر حسین عواد سره د روغبړ او عکسونو اخستلو پر مهال
۵ـ د وانګ یي او حسين ترمنځ ليدنه روانه ده
۵ـ د وانګ یي او الزنداني او نورو بېلابېل چارواکي په غونډه کې
۷ـ په غونډه کې د وانګ یي، حسین او نورو چارواکو بېلابېل ګډون
بشپړ خبر
د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سې شنبې په ورځ په بېجينګ کې د يمن د بهرنيو چارو له وزير شيعه محسن الزنداني او د سوډان د بهرنيو چارو له وزير حسين عواد سره وکتل. دوی د چين او عربي هېوادونو د همکارۍ فورم د لسمې دورې د وزيرانو په غونډه کې د ګډون په موخه چین ته تللي دي.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي وانګ يي د يمن د بهرنيو چارو له وزير شيعه محسن الزنداني سره د کتنې په ترڅ کې د يمن له ملي حاکميت، خپلواکۍ، يووالي او ځمکنۍ بشپړتيا څخه د چين ټينګ ملاتړ څرګند کړ. هغه همداراز له یمن سره د چین پر اوږدمهاله ملګرتیا ټینګار وکړ.
وانګ يي دې ته هم اشاره وکړه چې چين چمتو دی چې د خپل توان په اندازه له يمن سره مرستې وکړي او د چين او يمن د اړيکو د ثابت، سالم او ثابت پرمختګ لپاره هڅې وکړي.
دغه راز د یادې کتنې پر مهال د يمن د بهرنيو چارو وزير شيعه محسن الزنداني وویل، چې یمن له چين سره خپلو اړيکو ته ډېر اهميت ورکوي او هيله لري چې چين به د سور سمندرګي د حالاتو د عاي کېدو او د يمن د پخلاينې او بيارغونې د پياوړتيا لپاره لا زيات رول ولوبوي.
په ورته وخت کې وانګ يي د سوډان د بهرنيو چارو له وزير حسين سره د کتنې پر مهال ویلي، چې چين له سوډان سره د دوستانه اړيکو د ټينګښت لپاره ټينګ هوډ لري.
وانګ يي د چين او عربي هېوادونو د همکارۍ په فورم کې د سوډان د فعال ملاتړ او ګډون له امله مننه وکړه. هغه دا هم وويل چې چين لېواله دی چې د سوډان په ګډون له افريقايي هېوادونو سره د چين او افريقا د همکارۍ د سږني فورم (FOCAC)د برياليتوب او د چين او افريقا د ټولنې د پياوړتيا لپاره همکاري وکړي.
په غونډه کې د سوډان د بهرنيو چارو وزير حسين عواد وويل، سوډان لېواله دی چې د چين او عربي هېوادونو د همکارۍ فورم او د چين او افريقا د همکارۍ فورم (FOCAC) له لارې په بېلا بېلو ساحو کې له چين سره عملي همکارۍ لا ژورې کړي.








