د مختلفو-G7 غونډه / کنګل شوي روسي شتمنۍ
ایډي: 8378699
نېټه: د مې 27، 2024 / فایل
ځای: بېلابېل
موده: یوه دقیقه او درې ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 27-05-2024 13:09
وروستی سمون: 2024-05-27 15:54
ویډیويي صحنې
چین بیجینګ – د مې 27، 2024 (CCTV)
۱ـ د G7 ایټالیا رسمي ویب پاڼه سکرین شاټ
۲ـ د G7 هېوادونو مالي غونډې خبرتیا، سکرین شاټ باندې
واشنګټن ډي سي، متحده ایالات – نیټه نامعلومه (CCTV)
۳ـ د سپینې ماڼۍ بېلابېلې برخې
۴ـ د واشنګټن یادگار
۵ـ د کیپیټل ودانۍ ګڼې برخې، د متحده ایالاتو ملي بیرغ
روسیه مسکو – دسمبر 2015 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۶ـ د روسیې ملي بیرغ
روسیه مسکو مارچ 30، 2022 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۷ـ د سینټ باسیل
لیواو ښار اوکراین – مارچ 12، 2022 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۸ـ د اوکراین ملي بیرغ
اوکراین کیف – 2018 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۹ـ د اوکراین د پارلمان ودانۍ
چین بیجینګ – د می 27، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱۰ـ د پولیټیکو ګڼ سکرین شاټونه
بروکسل، بلجیم – د دسمبر 15، 2022 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱۱ـ د اروپايي اتحادیې بېلابېل بیرغونه، ودانۍ
بشپړ خبر
په ایټالیا کې جي اووه (G7) هېواودنو چارواکو پخپله مالي غونډه کې چې د شنبې په ورځ پای ته ورسېده وویل چې د “اوکراین په ګټه” د کنګل شوې روسیې د شتمنیو کارولو په وړاندیز کې پرمختګ شوی، مګر وروستي جزیات لا هم پټ پاتې دي.
د (G7) هېواودنو د مالیې وزیرانو او د مرکزي بانک مشرانو د ایټالیا په سټریسا کې د درې ورځنۍ غونډې په جریان کې د نړیوالو اقتصادي تمایلاتو، د اوکراین لپاره د مالي ملاتړ او څو اړخیز پراختیا بانکدارۍ په اړه خبرې اترې وکړې.
تمه کېږي چې د اوکراین سره د مرستې لپاره د روسیې د کنګل شويو شتمنیو کارولو په اړه وروستۍ پرېکړه د (G7) هېواودنو مشرانو په سرمشریزه کې وشي چې د جون په میاشت کې د ایټالیا په کوربه توب په سویلي اپولیا سیمه کې ترسره کېږي.
په یاده غونډه کې د ایټالیا د مالیې وزیر ګیانکارلو جیورګیټي وویل، چې قانوني او تخنیکي مسئلې شته چې باید لرې شي.
په ورته مهال کې د المان د مالیې وزیر کریسټین لینډنر هم وویل چې “موضوع ډېره پېچلې ده” او لا هم ډېرې بې ځوابه پوښتنې پاتې دي.
د یادونې وړ ده چې متحده ایالاتو دمخه وړاندیز کړی و چې د اوکراین سره د مرستې لپاره د روسیې د کنګل شويو شتمنیو څخه د پیسو په مرسته د پور اخیستل رامنځته کړي، ممکن ۵۰ میلیارد امریکایي ډالر به وي.
د پولیټکې رسنی په وینا دا وړاندیز د اروپایي هېوادونو لخوا ښه نه دی یاد شوی، په تېره بیا فرانسه او جرمني اندیښمن دي چې که اوکراین د شخړې له پای ته رسېدو وروسته وړاندیز شوی پور بېرته نه ورکوي نو د دوی مالیه ورکوونکي به یې مسؤل وي.
پولیټکو رسنۍ دغه راز یادونه وکړه چې د G7 هېوادونه د مالیې وزیرانو ترمنځ د اوکراین د ګټې لپاره د کنګل شويو روسي شتمنیو کارولو په اړه “اختلافونه راڅرګند شوي” او دا چې اروپايي هېوادونو د دې پلان لپاره “یوازې نرم ملاتړ ښودلی.
لوېدیځو هېوادونو د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر روسیې بندیزونه ولګول، چې دواړه خپلواکې او شخصي شتمنۍ یې کنګل کړې. د هېواد د اسعارو زېرمې شاوخوا ۳۰۰ میلیارد امریکایي ډالر کنګل شوي.
روسیې د لوېدیځو هیوادونو د بندیزونو پر وړاندې توند غبرګون ښودلی دی.
د روسیې د مالیې وزیر انتون سیلوانوف وویل چې هېواد به یې جدي اقدامات وکړي که چېرې G7 هېوادونه د اوکراین سره د مرستې لپاره د کنګل شويو شتمنیو څخه د عایداتو کارولو پلان ته غاړه کېږدي.
یاده دې وي چې په G7 هېوادونو کې کاناډا، متحده ایالات، فرانسه، جرمني، ایټالیا، انګلستان، جاپان او د اروپایي اتحادیې لوړ پوړي استازي شامل دي.








