د غزې تړانګه – شخړه / مرګ ژوبله
ایډي: 8378710
نېټه: د مې 27/23/17، 2024
ځای: نور
موده: یوه دقیقه او څلورویشت ثانیې
سرچینه: (CCTV)، (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-05-27 20:54
وروستی سمون: 2024-05-27 02:09
ویډیويي صحنې
زیتون ګاونډی، د غزې تړانګه – د می 17، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ ـ ګڼې ویجاړې شوې ودانۍ، په اسمان کې لوګي؛ ویجاړې شوې ودانۍ، ځایي اوسېدونکي تګ راتګ کوي، د کنډوالو په منځ کې د بېلابېلو خلک تګ راتګ
د غزې تړانګه – وروستی (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۲ـ ګڼ شمیر خلک د تښتیدلو پر مهال
۳ـ ګڼ شمیر ناروغان چې په روغتون کې درملنه کوي؛ طبي وسایل
د غزې تړانګه – د مې 23، 2024
۴ ـ د اور وژنې ګڼ، چلوونکي، د اور وژونکي لارۍ څخه د سړک لیدل
۵ـ امبولانس چلول
بشپړ خبر
روغتیایي چارواکو د یکشنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي غونډه کې وویل چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو د روانو بریدونو له امله د فلسطینیانو د مړینې شمېره لا هم مخ په لوړه روان دی.
د خبر له مخې ، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو پوځ ۸۱ فلسطینیان وژلي او ۲۲۳ نور یې ټپیان کړي دي چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د فلسطین او اسرائیلو تر منځ د جګړې له پیل راهیسې د ټپیانو ټولټال شمېر ۸۰۶۰۰ ته رسېدلی دی.
د دوشنبې په سهار په غزه کې د رسنیو دفتر خبر ورکړ چې اسراییلي ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې د تړانګې په جبالیه ښار، نصیرات، د غزې د ښار او شمال لویدیځ رفح په ګډون په مختلفو سیمو کې د ملګروملتونو تر لسو زیات په پناه ځایونو هوايي بریدونه کړي دي. چې له کبله یې تر اوسه شاوخوا 200 مړینې راپور شوي دي.
د غزې د تړانګې په شمال لوېدیځ رفح ښار کې، چیرې چې په زرګونو بې ځایه شوي فلسطینیانو د پناه اخیستو لپاره میشت شوي وه چې د اسراییلو په بمباریو کې یې لږ تر لږه ۵۰ کسان چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. دا سیمه د اسراییلي ځواکونو لخوا د برید دمخه د “خوندي سیمه” په توګه طبقه بندي شوې وه.
د فلسطین د ولسمشرۍ دفتر د دوشنبې په سهار د رفح د کډوالو په کمپ باندې د اسرائیلو برید غندلی او دا یې یو “وحشیانه قتل عام” بللی او پر نړیوالې ټولنې یې غږ کړی چې د فلسطیني سیمو په وړاندې د اسرائیلو د “پراخ یرغل” د مخنیوي لپاره دې مداخله وکړي.
بل خوا د اسراییلو دفاعي ځواکونو (IDF) د دوشنبې په سهار په یوه مطلب کې وویل چې د اسراییلو جنګي الوتکو د یکشنبې په ماښام د رفح په شمال لویدیځ سیمه کې د اسراییلو د امنیتي ادارې (شین بیت) په ملاتړ هوايي بریدونه وکړل. په دغه هوايي برید کې د حماس دوه جګپوړي قوماندانان ووژل شول. دغه بريد ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې .
په عین وخت کې د مصري چارواکو په حواله، ګڼو رسنیو د یکشنبې په ورځ وویل چې د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند خبرې به د سه شنبې په ورځ د مصر په پلازمېنه قاهره کې بیا پیل شي. خو حماس ویلي، چې دوی ته د خبرو اترو د بیا پیل په اړه د منځګړو له خوا خبر نه دی ورکړل شوی. دوی وویل چې دوی پر خپل پخواني دریځ ټینګار کوي، د دایمي اوربند او له غزې تړانګې څخه د اسراییلي ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي.
د یادونې ده چې اسرائیل او حماس له تیرو اوو میاشتو راهیسې د فلسطین او اسرائیلو له وروستۍ شخړې راهیسې په څو پړاوونو کې خبرې اترې کوي. په هرصورت، د تیر نومبر په میاشت کې د لنډمهاله اوربند وروسته چې د ځینو بندیانو د خوشي کولو په بدل کې موافقه شوې وه، کوم مهم پرمختګ نه دی شوی. د اوربند خبرې چې د حماس، اسرایلو او اړوندو منځګړیو په ګډون د مې په اوومه په قاهره کې پیل شوې، دوه ورځې وروسته یوه اسراییلي چارواکي څرګنده کړه چې د اوربند خبرې له ماتې سره مخ شوې، چې په پایله کې اسراییلي ځواکونو یو ځل بیا په رفح کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړ.








