یکشنبه, اگست 16, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

د یوې سنګاپورۍ الوتکې د لوېدو له امله ۳۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

STR NEWS by STR NEWS
مې 22, 2024
4 0
0
د یوې سنګاپورۍ الوتکې د لوېدو له امله ۳۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
6
SHARES
24
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8377976.webm

د تایلینډ – سنګاپور الوتکه / بیړنۍ ناسته

ای ډي: 8377976

نیټه: د مې 22، 2024

ځای: تایلنډ

موده: ۴۶ ثانیې

سرچینه: (CCTV)

محدودیتونه: د چینايی وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-05-22 13:01

وروستی سمون: 2024-05-22 13:57

ویډیويي صحنې

تایلینډ، بنکاک، – د مې 21، 2024 (CCTV) د چینايی وګړو لپاره نه ده

۱ـ  هوایي ډګر، ګڼ بېلابېلې برخې، بهر، وسایط، مسافرین، د معلوماتو لوحه

۲ـ د هوايي ډګر داخلي برخه

۳ـ غږ(تای) د سوورنابومی هوایي ډګر عمومي مدیر: کیټ یپونګ کیتی کاکورن

موږ دا پیغام ترلاسه کړ چې د سنګاپور ایرلاین الوتکه د سوورنابومي په هوایی ډګر کې د کښته کیدو په لټه کې وه ځکه چې یو طوفان په الوتکه کې مسافر ژوبل کړي وو. دوی د سوورنابومي هوايي ډګر ګڼ شمیر ټپیان او یو مړ موندلی، او اړونده څانګې او کارمندان د ژغورنې لپاره کیبن ته ننوتل.

۴ـ په هوايي ډګر کې خبريالان

بشپړ خبر

د تایلند چارواکو په وینا چې د سنګاپور ایرلاین الوتنې SQ321 د سې شنبې په ورځ له لندن څخه سنګاپور ته په لاره وه چې د سخت توپان له کبله یو مسافر پکې ووژل شو او 30 نور ټپیان شول او الوتکه یې د بنکاک سوورنابومي هوایي ډګر کې بېړنۍ ناسته وکړه. د ځايي راپورونو له مخې وژل شوی کس ۷۳ کلن او د برېټایې تبعه و.

د سنګاپور هوايي شرکت په یوه راپور کې وویل، دغه الوتکه په لاره کې سخت توپان سره مخ شوه او اړه شوه چې سنګاپور ته د تګ پر ځای  د تایلند بنکاک ته ولاړه شي او بېړنۍ ناسته وکړي.

د هوايي شرکت د معلوماتو له مخې، په الوتکه کې ټولټال ۲۱۱ مسافر او د عملې ۱۸ غړي سپاره وو.

د سوورنابومي هوایي ډګر عمومي مدیر وویل، هغه مسافر چې ټپیان شوي، د اوو تنو حالت نازک دی، او د درملنې لپاره نږدې روغتون ته وړل شوي.

نوموړي څرګنده کړه چې دوی د سنګاپور هوايي شرکت الوتنې په اړه پیغام ترلاسه کړ چې د سنګاپور هوایې شرکت الوتکه د سوورنابومي په هوایي ډګر کې د ښکته کېدو په لټه کې وه ځکه چې د یوه سخت توپان له کبله په الوتکه کې مسافر ژوبل شوي وو. کله چې الوتکه ښکته شوه، د هوايي ډګر په کابین کې یو شمېر ټپیان او یو وژل شوی کس وموندل شو، او اړونده څانګې او کارمندان د ژغورنې لپاره ساحې ته ننوتل.

نوموړي یوې خبري غونډې ته وویل، د هوایي ډګر چارواکي پاتې مسافرینو ته مرستې چمتو کوي پداسې حال کې چې یوه بله الوتکه به هم د سه شنبې په شپه په هوایي ډګر کې ښکته شي.

د الوتنې د معلوماتو څانګې په وینا، کله چې الوتکه تایلند ته نږدې شوه الوتنې په پنځه دقیقو کې څه دپاسه ۱۸۰۰ مترو په ارتفاع بېړنی نزولي سرعت هم خپل کړ.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

اروپا بلجیم کې د پراخ ځنګلي اور د مهار لپاره مرسته وکړه
وروستی خبرونه

اروپا بلجیم کې د پراخ ځنګلي اور د مهار لپاره مرسته وکړه

اگست 16, 2026
واشنګټن پوسټ: د ایران د جګړې په اړه د خلیجي هېوادونو ناهیلي زیاته شوې
وروستی خبرونه

واشنګټن پوسټ: د ایران د جګړې په اړه د خلیجي هېوادونو ناهیلي زیاته شوې

اگست 16, 2026
په بلجیم کې کارګرو د ۱۰ میلیونو ډالرو په ارزښت سره زر وموندل
وروستی خبرونه

په بلجیم کې کارګرو د ۱۰ میلیونو ډالرو په ارزښت سره زر وموندل

اگست 16, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

ابادي او بیارغونه
تلپاتې ژوند

تلپاتې ژوند

د ټولنې هنداره
د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

پوهنه
په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

د ټولنې هنداره
د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

اقتصاد او سوداګري
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved