چین-پارک/مرکزي اسیا
ایډي: 8377634
نېټه: د مې 19، 2024
ځای: چین
موده: دوه دقیقې او دوه وویشت ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-05-20 05:50
وروستی سمون: 2024-05-20 05:53
ویډیويي صحنې
شمال لوېدیځ چین د شان شي ولایت شيان ښار ، – د می 19، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ له هوا څخه د مرکزي آسیا پارک ویډيويي صحنې، د ورېښمو لارې د ناستې خونه
۲ـ ګڼ نندارتونونه
۳ـ د ګڼو انځورګرانو، انځورګرۍ
۴ـ د ځانګړو هټیو بېلا بېل ډولونه
۵ـ له هوا څخه د مجسمو صحنې
بشپړ خبر
د مرکزي اسيا پارک د يکشنبې په ورځ د چين په شمال لوېديځ شيان ښار کې د چين او مرکزي اسيا تر لومړۍ سرمشريزې غونډې يو کال وروسته پرانيستل شو چې د سيمه ييزو همکاريو د پياوړتيا څرګندونه کوي.
دغه پارک چې شاوخوا ۵۳ هکتاره مساحت لري، د شيان نړيوال نندارتون مرکز ته څېرمه پروت دی چې د ۲۰۲۳ کال د چين او منځنۍ اسيا د سرمشريزې غونډې مهم ځای و. دغه پارک د اسونو او اوښانو د کاروانونو په مجسمو سره سينګار شوي، دا د پېړيو د نېکمرغه تبادلې او د چين او منځنۍ اسيا د هېوادونو ترمنځ د پرمختګ د ګډ ليد او لرغونتیا څرګندونه کوي.
د پارک په اصلي دروازه کې ودانۍ (د ورېښمو لارې د ناستې خونه نومېږي) او د مرکزي آسیا هېوادونو ډالۍ نندارې ته وړاندې کوي، او ترڅنګ يې د قزاقستان دودیزې جامې او د قرغزستان د “بو شوټینګ” مجسمې هم وړاندې کوي.
سربېره پر دې لیدونکي کولی شي د پارک په پلورځيو کې د منځنۍ آسیا هېوادونو څخه راغلي دودیز توکي واخلي.
شيان يو تاريخي ښار دی چې څه دپاسه ٣١٠٠ کاله مخکې جوړ شوی دی. پخوا د چانګان په نامه يادېده، دا د ورېښمو د لرغونې لارې د پيل نقطه ده، چې د چين او منځنۍ اسيا تر منځ يې د اړيکو ښه والی درک کولای شو.
د چين او منځنۍ اسيا سرمشريزه غونډه چې د ۲۰۲۳ کال په مې کې په دغه ښار کې ترسره شوه، دغه غونډه د چين او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو له ټينګېدو راهيسې د مشرانو ترمنځ لومړۍ سرمشريزه غونډه هم بلل کېږي.








