متحده امارات/سعودي عربستان-نوې لارې/چین
ایډي: 8377465
نېټه: د مې 13/15، 2024
ځای: متحده عربي امارات؛ سعودي عربستان
موده: ۵۸ ثانیې
سرچینه: (CCTV)او (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-05-19 16:29
وروستی سمون: 2024-05-19 16:38
ویډيويي صحنې
دوبۍ، متحده عربي امارات – د مې 15، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ په هوایي ډګر کې بېلابېل مسافرین د بورډېنګ طرزالعمل اداره کوي
۲ـ په هوایي ډګر کې ګڼ شمېر مسافر
۳ـ غږ(انګلیسي) محمد، سوریایي سیلاني (د دوېمې صحنې سره پیل اوله څلورمې صحنې پای ته رسېږي)
دا خورا ګړندی پروسس شوی. دا خورا اسانه دی. چین یو ډېر ښه هېواد دی، ډېر ښکلی دی. زه شانګهای ته تللی یم، دا یو ښکلی ښار دی. ووهان، ما اورېدلي چې دا یو ډېر ښکلی ښار دی. زه پلان لرم لاړ شه او لیدنه یې وکړم.
۴ـ په هوایي ډګر کې ګڼ مسافر، د الوتنې د حاضرینو سره مشوره کولو پر مهال
ریاض، سعودي عربستان – د مې 13، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۵ـ په هوایي ډګر کې ګڼ مسافر
۶ـ د رارسېدو په دروازه کې مسافر
بشپړ خبر
د منځني ختیځ هوایي شرکتونه چین ته نوې لارې اضافه کوي څو مخ په زیاتېدونکې غوښتنې پوره کړي.
د بېلګې په توګه، دوبۍ په متحده عربي اماراتو کې ترټولو پرجمعیت ښار دی، چې هره اونۍ د چین لویو ښارونو لکه بیجینګ، شانګهای، ګوانګجو، ژیان، چینګدو او ووهان ته له ۱۰۰څخه ډېرې الوتنې لري.
د راپورنو له مخې د مسافرینو د اړتیاوو د لا ښه پوره کولو لپاره، په دوبۍ کې څو هوایی شرکتونه په پام کې لري چې چین ته خپلې الوتنې زیاتې کړي.
د سوريې يو سيلاني محمد د سفر د اسانتيا په اړه وويل: اوس سفر کول ډېر اسانه دي، چين يو ښکلی هېواد دی، زه شانګهای ته تللی يم او دا يو ښکلی ښار دی. ما اورېدلي چې ووهان هم ډېر ښکلی دی. زه پلان لرم چې لیدنه یې وکړم او له دوبۍ څخه چین ته الوتنه وکړم.
د یادونې ده چې د چين هوايي شرکتونه هم په پام کې لري چې د چين او منځني ختيځ هېوادونو ترمنځ د خلکو د تګ راتګ د اسانتيا لپاره الوتنې زياتې کړي.
د جون میاشتې په پیل کې South China هوايي شرکت چې يو مخکښ چينايي هوايي شرکت دی اوس مهال د متحده عربي اماراتو له دوبۍ، د سعودي عربستان له رياض او د قطر له دوحې څخه بېجينګ، شانګهای، ګوانګجو او نورو چينايي ښارونو ته په اونۍ کې له شلو څخه زياتې الوتنې ترسره کوي. دغه راز د جون په پیل کې به، دوی دوه نوې اونیزې الوتنې له ریاض څخه د چین شنژن ته ورزیاتې کړي.








