د چین مرستیال صدراعظم/ کور جوړونې پروژې
ایډي: 8377398
نېټه: د مې 17، 2024
ځای: چین
موده: ۴۰ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-05-18 10:26
وروستی سمون: 2024-05-18 10:30
ویډیويي صحنې
چین، بیجینګ، – د مې 17، 2024 (CCTV)
۱ـ د کور جوړولو د پروژو د وړاندې کولو په اړه مخابراتي کنفرانس
۳ـ د چین د لومړي وزیر مرستیال هی لینګ د وینا کولو پر مهال
۳ـ ګڼ شمېر ګډونوال؛ لومړي وزیر مرستیال هی لینګ د خبرو کولو پر مهال غونډه روانه ده
بشپړ خبر
د چین د لومړي وزیر مرستیال هه لي فنګ د جمعې په ورځ د حکومت له خوا د يوې تازه اعلاميې په ترڅ کې د ارزانه کورونو د جوړولو، د بېړنيو اړتياوو د پوره کولو، وړ عامه زېربنا جوړولو او د ښاري سيمو د بيا ژوندي کولو پر اهميت څرګندونې وکړې.
نوموړي چې د هېواد لوړپوړی چارواکی دی دغه څرګندونې د کور جوړونې د پروژو د تامينولو په اړه په يوه پرلیکه کنفرانس کې وکړې.
هغه وویل، باید هڅې وشي چې د نیمګړو سوداګریزو هستوګنیزو پروژو په اړه د خطرونو د حل لپاره، د کور جوړولو د پروژو د وړاندې کولو ډاډ ترلاسه شي او د سوداګریزو سیمو د له منځه وړو مخه ونیول شي.
لي فنګ وویل چې د املاکو بازار د خلکو او د هېواد د پرمختګ لپاره مهم دی. هغه غواړي، چې د کور جوړونې سوداګریزې پروژې، چې پلورل شوې، خو له ځنډ سره مخ دي، ژر تر ژره حل او بشپړې شي.
د هغه په وینا، د هغو سیمو ځایي حکومتونو ته چېرې چې نسبتاً لوی سوداګریز ځایونه شته اجازه لري چې ځینې املاک په مناسبه بیه واخلي او ورته د ارزانه ملکیت په توګه یې چمتو کړي.
هغه دا هم وویل چې د پور سره د ستونزو مخنیوی او د ملکیت پراختیا لپاره د خطرونو اداره کول مهم دي. هغه غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې د کور جوړولو پروژې په سمه توګه او په خپل وخت پای ته ورسي.








