چین-پاکستان /ستراتیژیک ډیالوګ
ایډي: 8377036
نېټه: د مې 15، 2024
ځای: بیجینګ، چین؛
موده: ۴۹ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-05-16 07:33
وروستی سمون: 2024-05-16 07:37
ویډیويي صحنې
چین بیجینګ، – د مې 15، 2024 (CCTV)
۱ـ د غونډې ځای
۲ـ د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د پاکستان مرستیال لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار سره د روغبړ کولو پر مهال، انځورونه اخیستل کېږي
۳ـ د وانګ او ډار تر منځ بېلابېلې غوڼدې روانې دي
بشپړ خبر
د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي او د پاکستان له مرستيال صدراعظم او د بهرنيو چارو وزير محمد اسحاق ډار د چهارشنبې په ورځ په بېجينګ کې د چين او پاکستان د ستراتيژيکو خبرو اترو په پنځم پړاو کې خبرې اترې وکړې. دوی په بېلابېلو برخو کې د عملي همکاریو پر پیاوړتیا هوکړه وکړه.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي وانګ يي څرګنده کړه چې چين له پاکستان سره د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د شوې مهمې اجماع د عملي کولو لپاره د همکارۍ ژمنه کوي.
نوموړي د چين او پاکستان ترمنځ د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ د لوړ کيفيت، پراخ امنيت او دوامدارۍ نوې مرحلې ته د چين او پاکستان د اقتصادي دهلېز د پرمختللې نسخې د جوړولو لپاره د هڅو د پياوړتيا پر اړتيا ټينګار وکړ.
وانګ يي دغه راز په نوې زمانه کې د ګډې راتلونکې لپاره د چين او پاکستان د نږدې ټولنې د جوړولو لپاره د ګډو هڅو غوښتنه وکړه.
دغه راز د د دوی د لیدنې په جریان کې، ډار د چین د ګټو لپاره د حیاتي مسلو په اړه د چین لپاره د پاکستان ثابت ملاتړ تکرار کړ. هغه د چين سره په بېلا بېلو څانګو کې د همکارۍ زياتولو لپاره د پاکستان لېوالتيا هم څرګنده کړه.








