د برېښنا شرکت وايي، په تېرو دوو کلونو کې له یو شمېر سیاسي څېرو او زورواکو نږدې ۱۸۰ میلیونه افغانۍ پورونه راټول کړي دي. د دغه شرکت ویاند که څه هم د هغه چا نوم نه دی اخیستی چې خپل پورونه یې نه دي پرې کړي خو د دغو پوروړلو د پورونو له راټولولو یې ډاډ ورکړی دی. د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا شرکت له دغه اقدامه هرکلی کوي او زیاتوي، چې له پوروړو سره باید جدي چلند وشي. د اقتصادي چارو یو شمېر شنوونکي بیا پر دې باور دي، چې په رڼه توګه د پورونو راټولول به له نورو هېوادونو د برېښنا د وارداتو په زیاتوالي کې هم ګټور تمام شي.








