د خوست ولایت د ښاروالۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت د ښار اړوند سیمو کې د ۳.۳ میلیونه ډالرو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کېږي. د خوست ښاروال د ښار اړوند سیمو کې د دریو رغنیزو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د خپل وینا پر مهال ویلي، چې د یونپس موسسې په مالي ملاتړ د ۳.۳ میلیونو افغانیو په لګښت د دې رغنیزې پروژو چارې پیل شوې دي، د یاد ریاست د مالوماتو له مخې په دغو پروژو کې د ښار اړوند د فرعي سړکونو کانکرېټ کول، د لښتیو او د سړک د غاړو ګلدانونو جوړول او ورته نورې بیارغونې په کې شامل دي پلې کېږي. د یادولو وړ ده، چې د دې پروژو د کار په جیریان کې به د سیمې سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.








