د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړصندوق، یونیسف د افغانستان څانګې په خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې دوی د دغه هیواد په لیرې پرتو سیمو کې لسګونه زره کسانو ته روغتیایي خدمتونونه وړاندې کړي دي. یاده اداره وایي په افغانستان کې ژمی سخت دی، خو د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې، اوچا او د ملګرو ملتونو د بشري چارود همغږۍ د ادارې د مالي مرستو پرمټ یې د هغو روغتیا پالانو ملاتړ کړی چې په ځانګړې توګه په لیرې پرتو سیمو کې چې یخنۍ ډیرې ځپلې، چارې مخ ته وړي. د یونیسف په خبره، یادو روغتیا پالانو په روان ژمي کې تراوسه له درې لکه زیاتو کسانو ته روغتیایي خدمتونه برابرکړي دي.








