د افغانستان بانک او د مس عینک پروژې د استخراج او پروسس شرکت د مسوولینو ترمنځ ناسته کې د افغانستان او چین ترمنځ د مالي او بانکي معاملاتو په برخه کې، د آسانتیاوو رامنځته کولو او د ستونزو هوارولو په اړه خبرې شوې دي. د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې؛ د افغانستان بانک سرپرست، ویلي چې د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه ژمن دی د خپلو عمده موخو او دندو په رڼا کې د ملي پروژو په پلي کولو کې اغېزمن رول ولوبوي او د بانکي خدمتونو او بانکي معاملاتو په تړاو د آسانتیاوو برابرولو په برخه کې همکاري وکړي. هغه زیاته کړې چې مس عینک پروژه، د هېواد له لویو پروژو څخه ده او د دې پروژې د تطبیق په برخه کې به هر ډول بانکي ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي. همدا رنګه، د مسِ عینک پروژې د استخراج او پروسس شرکت مسوول «لین بین تو» ویلي دي چې په نږدې راتلونکي کې به د مس عینک پروژې عملي چارې پیل شي او شرکت يې ژمن دی چې د دې پروژې چارې له ځنډ او خنډه پرته، په پوره ژمنتیا سره پرمخ یوسي.








