د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هیواد (دیاربکر) ښار کې ۶۹ افغان کډوال نیول شوي دي. په راپور کې ویل شوي، چې په نیولشویو کډوالو کې درې د بنګلهدیش او پاکستان اتباع هم شامل دي. د پولیسو په وینا، چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې یو انساني قاچاقکوونکی هم نیولی دی. ترکي رسنیو تر دې وړاندې هم د غیرقانوني استوګنې له امله سلګونه افغان کډوال نیولي او بېرته یې خپل هېواد ته لېږي دي. د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د وروستیو شمېرو له مخې په تېرو دریو میاشتو کې د یاد هېواد په بېلابېلو ښارونو کې نږدې ۵۰ انساني قاچاقکوونکي نیول شوي دي. یاد وزارت دا هم ویلي چې په ۲۰۲۳ کې ټول ۶۸ زره ۶۸۷ افغان کډوال نیولي او ایستلي دي.








