د کابل ښاروالۍ په خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې د اتمې ناحیې اړوند د رحمن مېنې د (E) برخې سړک د پلو لارو او ګلدانونو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. په بیان کې ویل شوي، چې د یاد سړک پلې لارې ٤.٥ متره او ګلدانونه يې ١.٥ متره سور لري چې، د سړک مهمې برخې ګڼل کیږي. د اتمې ناحیې ځایي مسوولین وایي، چې دغه سړک په ټولیزه توګه ٣٣٠٠ متره اوږدوالی لري چې، له ستانکزي بلاکونو څخه تر هېوادوال بلاکونو پورې یې د یو کیلو متر په اوږدوالي او د ۴۰ مترو په سور سره په دوه لیکو کې او همدا راز له هېوادوال بلاکونو څخه د اتمې امنیتي حوزې په لور یې د یوې لیکې د پخولو چارې هم بشپړې شوې دي.








