د خصوصي سکټور غړي د صنعت او سوداګرۍ له وزارت څخه غوښتنه کوي، چې صنعتکارانو ته د ځمکو د وېش لپاره اقدمات وکړي، تر څو په هېواد کې د پانګونې عملي لړۍ پيل شي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي، چې د صنعتکارانو لپاره د ځمکو وېش به د یو قانون له مخې پيل کړي. دوی زیاتوي، چې په تېر کې ۱۴ صنعتي پارکونه د هېواد د صنعت لپاره پلان شوي وو، چې اوس د دې پارکونو کچه ۵۱ ته لوړه شوې ده، چې د دې پارکونو د ځمکو په وېش سره به د صنعتکارانو د ځمکو ستونزه په اساسي ډول سره حل شي. د خصوصي سکټور غړي وايي، که د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا څخه د ځمکو د وېش لړۍ کې چټکتیا رامنځته شي، په هېواد کې به د پانګونې بهیر پراخ او له دې سره به په زرګونه هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول سره د کار زمینه برابره شي.








