د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره وايي چې امریکا د افغان وګړو د حیاتي اړتیاوو د پوره کولو لپاره تر ټولو لوی مرستندوی هېواد دی. کرن ډېکر پرون پر خپلې ټویټر پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما د بشري مرستو همغږي کوونکي ایندریکا راټواټه له دې سره په اړیکه کې ټینګار کړی چې یوناما په افغانستان کې د امریکا پر کلک ملاتړ تکیه دی. د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د سرمفتش یا سیګار له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، امریکا د اګست په ۱۵مه پر افغانستان د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته له دې هېواد سره د څه باندې ۲،۳۵ میلیارد ډالرو مرسته کړې ده.








