د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سنیرلي اوغلو سره د هغه د ځانګړې ارزونې او د دوحې راتلونکې غونډې په اړه خبرې کړي دي. د حامد کرزي پر ټویټر پاڼه لیکل شوي، چې پخواني ولسمشر د اوغلو له لوري د ترسره شوې ارزونې ستاینه کړې او هغه یې رېښتینۍ او عملي راپور ګڼلی دی. په ناسته کې د افغانستان په اړه د دوحې راتلونکې ناسته اړینه بلل شوې او هیله ښودل شوې چې د غونډې ګډونوال به په یوه خوله د افغانستان د روښانه راتلونکې لپاره ګام اخلي.








