د جوزجان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په آقچه او خانقاه ولسوالیو کې د اوبو ۲ واړه بندونه جوړېږي. د یاد ریاست د چارواکو په خبره دغه بندونه د ځمکې لاندې اوبو د پياوړتيا، د وچکالۍ د مخنيوي او د بزګرانو د اوبو کمښت د ستونزو د هواري په موخه جوړېږي. دیادو بندونو د چارو په پیل کېدو سره د یادو سیمو اوسېدونکو هم خوښي څرګنده کړې او د اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له رهبرۍ څخه یې مننه کړې ده. د یادولو وړ ده، چې د دغو بندونو د جوړولو د چارو د لومړي پیل په موخه یوه غونډه هم جوړه شوې وه، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د چارواکو سربېره، د یاد ولایت یو شمېر نورو ځایي چارواکو او قومي مشرانو هم ګډون کړی و.








