د هلمند ولایت د کلیو، بیارغوني او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. د یاد ولایت د کلیو، بیارغوني او پراختیا ریاست مسوولین وايي چې دغه شبکه د یادې ولسوالۍ په لوی کلي کې د یونیسف موسسې په مالي همکارۍ د ۵ میلیونه او ۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې او د دې کلي د اوسېدونکو د څښاک اوبو ستونزه ورسره حل شوې ده. د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې د دې سیمې اوسېدونکي د څښاک اوبو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو اوس یې دغه ستونزه هواره شوې ده.








