د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېر یوه کال کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره نږدې یو نیم میلیارده ډالره سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده. د دغه وزارت ویاند ویلي، چې په دغه راکړه ورکړه کې سل میلیونه ډالره صادرات شوي، چې ډېره برخه یې تازه او وچه میوه او انجه دي. اخوا یو شمېر سوداګر وايي، منځنۍ اسیا ته د افغانستان صادرات ډېر کم دي او اړتیا ده چې په دغه برخه کې لا زیاته پاملرنه وشي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، په پام کې ده چې د افغانستان د محصولاتو لپاره د بازار موندنې په موخه د روان کال د مارچ میاشتې په اوله په ترکمنستان کې یو نندارتون جوړ شي، چې افغان سوداګر به هم پکې ګډون وکړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري خپرې شوې شمېرې ښيې، چې په ۲۰۲۳ کال له افغانستانه کابو دوه میلیارده ډالره صادرات شوي چې ډیری هند، پاکستان، چین او متحده عربي اماراتو ته شوي.








