د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر په افغانستان کې د چین له سفیر سره کتلي دي. دغه وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې چین له راستنو شویو افغان کډوالو سره سل میلیونه چینایي یوان مرسته کوي. په یاده ناسته کې د چین له خوا له افغان کډوالو سره د بشري مرستو په اولویت بندۍ، انتقال او د مرستو د وېش پر میکانیزم خبرې شوې دي. د چین سفیر جاوشینګ په دې لیدنه کې ویلي، چې چین او افغانستان دوست هېوادونه دي او هېواد یې په هر حالت کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دی. د کډوالو او بېرته راستندونکو چارو سرپرست وزیر له افغان کډوالو سره د چین هېواد له مرستو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د یادو شویو مرستو تخنیکي چارې به د بهرنیو او کډولو چارو وزارتونو او د چین سفارت د یوې ګډې کمېټې له لوري به پر مخ ولاړې شي.








