د کندهار ولایت د صنایعو او معدنونو خونې مسوولین وایي، چې د تېرو کلونو په پرتله په کندهار او هلمند ولایتونو کې زیاته پنبه کرل شوې چې کروندګرو تر دې دمه شپږ سوه زره ټنه پنبه راټوله کړې. د دوی په خبره، له یادې پنبې څخه یې ۱۵۰ زره ټنه خالصه پنبه تولید کړې، چې هممهاله ورسره له پنبه دانې څخه ۵۰ زره ټنه غوړي هم تولید شوي. د کندهار د صنایعو او معدنونو خونې مسوول ویلي، چې په دومره لوی شمېر پنبې د افغانستان له بازارونو ور هاخوا د ګاونډي هېواد پاکستان بازارونه یې هم ګرم ساتلي. د نوموړي په خبره د حیواناتو د تغذیې لپاره یې د پنبه دانې څخه د کارخونو په واسطه په زیاته کچه کنجاړه هم تولید کړې ده. د ده په خبره یوازې د پنبې د کر له امله په ۲۷ فعالو کار خونو کې دوه زره کسان په مستقیم ډول او تر لسو زرو زیات کسان په غیر مستقیم ډول له دوی سره په دندو بوخت دي.








