د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې لسګونه مېرمنې د خیاطۍ او ګلدوزۍ له روزنیز کورس څخه فارغې شوې دي. دا مېرمنې چې ډیری د کورنیو سرپرستې دي، د چاپان هېواد په مالي مرسته یې د څلورو میاشتو په موده کې د ګلدوزۍ او خیاطۍ مهارتونه زده کړل. د بلخ ولایت د سرې میاشتې د ریاست مسوولین چې دا پروژه یې عملي کړې وايي، له روزنې وروسته دغو مېرمنو ته د کار وسایل وېشل شوي او دوی به په کار پیل وکړي.








